د چين غوره لوبغاړې چن شې شيا

cri     (GMT+08:00) 2008-10-06 18:47:16

د ٢٠٠٨ کال د اګيست په نهمه نېټه غرمه په دوولس بجو يوه دقيقه د چين د وزن پورته کولو لوبغاړې چن شې شيا د اته څلويښتو کيلوګرامو په کچه د وزن پورته کولو په سياليو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ او نوی نړيوال ريکارډ يې ټينګ کړ. دغه مډال د بېجينګ د اولمپيک په لوبو کې د چين لوبډلې د سرو زرو لومړی مډال و.

چن شې شيا چې عمر يې پنځه ويشت کاله دی د چين د ګوانګ دونګ ولايت د پان يو ښار د لان هه علاقه دارۍ د دا يو په کلی کې زېږېدلې ده. کله چې چن شې شيا په لومړي ښوونځي کې زده کړه کوله، د فان يو ښار د سپورتي ښوونځی روزونکی لي بينګ مينګ له خوا يې ومنل شوه چې له امله يې د وزن پورته کولو په روزنه پيل وکړ . څلور کلونه وروسته چن شې شيا د ګوانګ دونګ ولايت د وزن پورته کولو په سياليو کې ښه پايله تر لاسه کړې ده، نو د ګوانګ جو ښار د وی لون په نامه په سپورتي ښوونځی کې شامله شوه.

په ١٩٩٨ کال کې چن شې شيا چې په هغه وخت کې يې عمر يوازی پنځلس کاله و، بېجينګ ته ورسيده او د اګست د لومړي نېټې په نامه د چين د پوځي سپورتي لوبډلې يوه غړې ګرځېدلې ده.

خو د زياتو ځواکمنو حريفانو په وړاندي چن شي شيا په ٢٠٠٥ کال کې په ملي سيالي کې يوازي پنځم لمبر تر لاسه کړ چې په پايله کې يې په خپل لياقت باندي باور له لاسه ورکړ او و يي غوښتل چې د وزن پورته کولو له لوبې څخه لاس واخلي . د

روزونکي ګاو د هڅونې له امله چن شې شيا خپلې روزنې ته دوام ورکړ .

په ٢٠٠٦ کال کې چن شې شيا د چين په ملي لوبډله کې شامله شوه. د چين د وزن پورته کولو د ښځينه لوبډلې د عمومی روزونکی ما ون هوی تر جدي روزنې لاندي

د چن شې شيا مهارت ژر لوړ شوی او يو کال وروسته يې د هيواد په استازيتوب د اسيا د وزن پورته کولو په اتلوالۍ کې برخه واخيسته او د سرو زرو مډال يې تر لاسه کړ. هغه د دغه برياليتوب له امله په تايلند کې د وزن پورته کولو په نړيوالی اتلوالی کې د ګډون حق تر لاسه کړی او په ورستی سيالی کې يې د سرو زرو مډال هم تر لاسه کړی دی. په هغه وخت کې چن شې شيا د يوې نړيوالې اتلې په توګه په خپل لياقت باندي ټينګ باور بيا لاس ته راوړ او د چين په استازيتوب يې د بېجينګ د اولمپيک په لوبو کې د ګډون حق هم تر ګوتو کړی دی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040