د چين د چاپيريال ساتنی په اړه د فلم لارښوونکی فنګ شياو نينګ

cri     (GMT+08:00) 2008-10-10 16:28:36

ګرانو اورېدونکو، د سخت توپان په نامه فلم چې د روان کال په اکتوبر کې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې ننداری ته وړاندی شوی. د څه د پاسه ٥٠ مليونه يوانو پيسو په لګولو سره جوړ شوی دی. د خبر له مخې، دغه فلم د توکيو د فلم په ٢١ دوره نړيوال فيستيوال کې د ګډون حق تر لاسه کړی دی. د دغه فلم لارښوونکی د چين مشهور لارښوونکی فنګ شياو نينګ دی، په دغه فلم کې د چاپيريال ساتنې په اړه دده دايمی نظر څرګندېږي .

د سخت توپان په نامه فلم د ٢٠٠٦ کال له هغې کيسی سره سم جوړ شوی چې هغه مهال د ساومی په نامه ١٧ درجه سخت توپان د چين د جنوب ختيځ جه جيانګ ولايت ون جو ښار ته ورسېد.

ښاغلي فنګ شياو نينګ وويل اوس مهال د سخت توپان په نامه د فلم د جوړولو کارونه واقعی اهميت لري چې وګړيو ته يې ګواښ کړی چې طبيعی مصيبت ته زياته پاملرنه وکړی او د مصيبتونو د کنترول او مخنيوی نظريې پياوړی کړي. هغه وويل په دغه فلم کې ستر طبيعی مصيبت تر سترګو کېږي. په وروستيو کلونو کې د چينايانو لپاره د يخنۍ باران او زلزلې په ګډون طبيعی مصيبتونو سخت زيانونه رسولی دی. اوس ګرده کره له دغې مسئلې سره مخامخ ده، په دغه فلم کې دغه نظر بيانېږي چې د طبيعی مصيبتونو رامنځته کېدل زموږ له فعاليتونو سره اړيکي لري. چاپيريال ککړ شوی ، نو د ګردې کرې اقليم ګرم شوی.

٥٠ کلن فنګ شياو نينګ په ١٩٨٢ کال کې د بېجينګ د فلم له پوهنځی څخه فارغ

شو او وروسته د فلم يو لارښوونکی يا دايريکتر شو. د ده له خوا زيات جنګی فلمونه جوړ شوی ، د بېلګې په توګه د لوړه جنګی څوکه، سور تنګی، د هوانګ هه سيند په غاړه مينه او ارغواني لمر او داسی نور . فنګ شياو نينګ په ځانګړی توګه چاپيريال ساتنی ته ډېره پاملرنه کوي. د هوايی لايی د له منځه وړلو ، اتل ګادامېلين او د چينګ های او تبت ترمنځ د اورګاډې لار په نامه فلمونه دده دري فلمونه دي چې د ژوند او چاپيريال د دريو سندرو په توګه شهرت لري . د ښاغلي فنګ شياو نينګ په اند د چاپيريال پټ ګواښونه د جګړې په پرتله لاهم سخت دی. د جګړو له امله به انسانان له منځه ولاړ نشي، خو ښايی چې د چاپيريال د ککړتيا له امله انسانان له منځه يووړل شي.

فنګ شياو نينګ په ٢٠٠٠ کال کې د مغولی قوم د يو اتل د کيسې په اړه يو فلم جوړ کړی چې نوم يې دی ګادامېلين. هغه د دغه فلم له لاری وګړيو ته وويل د فلم اتل د ويجاړ شوی چمن د ساتنې لپاره جګړی کوی ، خلکو د چاپيريال د ساتنې لپاره ستره بيه ورکړې .وګړي د دغه فلم له لاری د چمنونو د شاړېدو په اړه تاريخی واقعيت پېژندلی شي.

فنګ شياو نينګ په ٢٠٠٣ کال کې د چين د چاپيريال او کلتور د پرمختګ د ټولنې له خوا د چاپيريال ساتنې د سفير په توګه وټاکل شو او په ٢٠٠٧ کال کې هم د همدی کال د شنه چين د کلنی استازی په توګه نومول شو. فنګ شياو نينګ او دده ډلې د فلم جوړولو لپاره له ٢٠ کلونو راهيسی د چين بېلا بېلو ځايونو ته تللي ، خو چاپيريال ته يی هېڅ ککړتيا نه ده رسولې. دوی په ٢٠٠٦ کال کې د سمندر له سطحی څخه له پنځه زره مترو د که که شي لي په لوړه کې د چينګ های او تبت ترمنځ د اورګاډې لار په نامه فلم جوړ کړی، د يوې ورځې کارونو له پای وروسته ټولو کارکوونکو په فعاله توګه پاتی شوی شيان راغونډ کړی او ددوی په کاري ځايونو کې هېڅ بيکاره توکي نه دی پاتی شوی .

فنګ شياو نينګ وويل هغه به په راتلونکی موده کې سوداګريز فلمونه جوړ

کړي، خو د فلمونو هنري سبک او د چاپيريال ساتنې روحيه به يې په پر له پسی توګه وساتي.

ګرانو اورېدونکو، د کلتوری شخصيتونو پروګرام په نننې کړې کې مو تاسو ته د چين د فلم د مشهور لارښوونکی فنګ شياو نينګ په اړه ځيني معلومات وړاندی کړل .هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوئ وی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040