چينی کرم او مرخيړی

cri     (GMT+08:00) 2008-11-11 10:38:44

د سی ارای پښتو ويبپاڼې ګرانو لوستونکيو ! السلام عليکم . ښايی تاسی د چين له خوړو سره اشنا وئ . چين يو لوی هيواد دی او په هره برخه کې ځانګړي خوراکونه لري او يو له بل سره توپير لري، موږ هڅه کوو چې تاسو ته د پښتو وېبپاڼې له لارې د چينی خواړو او د هغو د ډولونو په اړه معلومات وړاندی کړو. د بېلګې په توګه د شين جيانګ اويغوری قوم خواړه چې د افغانستان له خواړو سره ورته دي او ډېر توپير نه لري. د سه چوان خواړه، د ګوانګ دونګ خواړه ، د ان هوی خواړه او داسی نور په چين کې ډېره شهرت لری. د پروګرام په دې برخه کې به دچينی کرم او مرخيړی د پخولو په اړه څه معلومات وړاندی کړو.

ددغه خوراک د پخولو لپاره ضروری توکی:

چينی کرم (دوه سوه ګرامه)

مرخيړی (پنځه ګرامه)

مالګه

غوړی

د دغه خوراک د پخولو بهير:

لومړی، په تودو اوبو کې مرخيړی اخته کيږی بيا منځل کيږی.

دوهم، منځل شوی چينی کرم ټوټه کيږی.

درېيم، په غوړيو کې کرم سره کيږی او بيا وروسته مرخيړی په ديګ کې هم اچول کيږی.

څلورم، په ديګ کې لږڅه مالګه او د غوښو ښوروا اچول کيږی.

کله چې کرم او مرخيړی نرم شو دغه خوراک خوړل کيږی.

د پښتو ويبپاڼې قدرمنو مينه والو تاسو د چينی کرم او مرخيړی د پخولو په اړه چې په چين کې ډېر دود لري، معلومات ولوستل. که تاسی غواړئ د چين د بېلابېلو خوړو په اړه نورمعلومات ترلاسه کړئ موږ ته يی په اړه وليکئ او خپلې پوښتنې راوليږئ . هيله ده د چينی خواړو پخولو لارې چارې مو خوښې شوې وی، کله چې چين ته سفر وکړئ نو له چينی خواړو سره به اشنا وئ او خوند به تری واخلئ. ستاسی د روغتيا په هيله!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040