احمد رشيد په سي ار اي کې

cri     (GMT+08:00) 2009-02-17 17:59:10

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو او محترمو اورېدونکيو نيکې هيلې او سلامونه ! ټولو ته معلومه ده چې زيات افغانان شته دي چې خيټه يې پښتون دی ، په چين کې په زده کړې ، سوداګرۍ او يا نورو کارونو لګيا دي ، خو په چين کې پاکستاني پښتانه کم دي . د پروګرام په دې لړۍ کې به له يوه پاکستاني پښتون ښاغلي رشيد سره د مرکې پوره متن واورئ چې د سي ار اې راډيو په اردو څانګه کې کار کوی . ده په خپله مرکه کې د يو کال راهيسې په بيجينګ کې د کار او ژوند په هکله مفصل معلومات معرفی کړيدي .

  
احمد رشيد د سي ار اي  په دفتر کې د کار په حال کې

خبريالې په پښتو څانګه کې له ښاغلي رشيد سره مصاحبه وکړه .ښاغلي رشد چې سن يې د ٣٠ کلونو په شاوخوا کې دی او ونه يې جګه ده، هميشه د شونډو لاندی نرې مسکې ښکاريده. ده خبريالې ته وويل يو کال مخکې د پاکستان له سوات څخه چين ته راغلم او د خبرونو او مضامينو سمول زما ورځني دنده ده، دغه راز په چين کې د سيلانۍ په اړه د ښاري اورګاډۍ په نامه د يو خاص پروګرام مسئوليت هم زما په غاړه دی. څرنګه چې چين ته د تازه رسيدو په مهال کې چيني ژبه نه وه زده، البته له زياتو مشکلاتو اوستونزو سره مخامخ وم، خو چيني ملګري زما سره ډيره مرسته راکړېده .


له احمد رشيد سره د پښتو څانګی کارکونکي

رشيد: د چين پسرلنۍ جشن ډير خوندور دی.وګړي د دغه جشن د لمانځنې لپاره اورلوبه کوي او په نورو فعاليتونو کې ګډون کوي.د معبد په بازار کې ډول ډول محلي خوراکونه خوړل کيږي او ډيره ګندګونه ده او زيات بهرنيان هم دي.

ښاغلي رشيد خبريالې ته وويل که څه هم يوازی يو کال کيږي چې چين ته راغی ، خو ډير خوشحاله دی چې د چينايانو په لومړي لوي پسرلني جشن کې شريک دی . يوه چين اصطلاح ده چې وايی هرڅوک د جشن د رارسيدو په مهال کې خپلوان ډير يادوي. سره له دې چې له خپل وطن څخه په ليري ځاي کې ژوند کوی ، خو هيڅ تنها او يوازيتوب نه احساسوي ځکه چې له چيني ملګرو سره يې يو ځاي ډوډۍ وخوړله او په خوښۍ سره يې دغه دوديز جشن تير کړ چې د شوق او ذوق له فضا څخه ډک و . نو د خپل ټاټوبي يادونه يې هم ضعيفه شوېده.

پښتانه له شعرونو سره ډيره مينه لري . غاښلی رشيد په پوهتون کې د پښتو ادبياتو زده کړه کړی ده ، نو هغه ادب په تيره بيا پښتو شعرونو کې ډيرتکړه دی.

رشيد: زه د خوشحال خان له شعرانو سره ډيره مينه لرم.د هغه پو شعر چې داسي وايي:هر ګل ضال لري.د ده معنی هر شي دوه خواوې لري،ناوړه يا ګټو

د خبريال هغې پوښتنې ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې چې کله به کور ته لاړشي،هغه وويل څو چې د چين په نړيواله راډيو کې زما کارونه ختم نه شی به لاړ نه شي. ورسيږي، زه به کور ته ولاړ شي.هغه وويل په دغه راډيو کې د يو کال راهيسې،زيات چينی دوستان ما وپيژندل.زيات پاکستانيان هم د اردو پروګرامونو له لارې چين او ما ښه پيژني.

رشيد: زه غواړم چې چينی اوريدونکو ته زيات ښه پروګرامونه وړاندې کړي.له دغو پروګرانومو څخه به زيات اوريدوکي سي ار ای او ما وپيژني.

د مرکې په پای کې ښاغلي رشيد خبريالې ته وويل چې هغه چيني کريکترونه ليکلی شی. بيا وروسته يې د خبريالې په کتابچه کې خپل نوم وليکه. د خبريالې له اټکل څخه وتلې خبره دا ده چې يو بهرنی دوست چې چيني ژبه يې نه ده زده ، خو په سم ډول يې خپل نوم په چيني کريکترونو ليکلی شی ځکه چې دده نوم په چيني ليکدود ډير حرکتونه لری . ښاغلي رشيد د چيني ژبې د ښې زده کړې په هکله پر ځان پوره باور لری.

د بهرنيانو په چين د پروګرام عزتمندو اورېدونکيو نننی يروګرام په همدې ځای پای ته رسيږي، هيله د ه چې ستاسود خوښې اوپام وړ ګرځيدلی وي. نو د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې ستاسو کورته زه ليلا درڅخه اجازه غواړم. خوښ او سوکاله او سئ.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040