مشهور کارپوه يو دان

cri     (GMT+08:00) 2009-02-21 14:59:03

يو دان د بېجينګ د ښوونکو روزنې د پوهنتون يوه پروفسيره ده. په تېرو څو کلونو کې يې د ټلويزيون له لارې د نندارچيانو ته د کانفوسيوس د لنډو مشهورو خبرو د وړاندې کولو له امله، ډير شهرت موندلی دی.

يو دان چې د فلم او ټلويزيون د ډاکټرۍ درجه يې تر لاسه کړې، د بېجينګ د ښوونکو روزنې پوهنتون د فلم، ټلويزيون او معلوماتو د څانګې د مشرۍ دنده په غاړه لري. که څه هم پخوا يې د چين په مرکزي ټلويزيون کې د څه د پاسه پنځوسو پروګرامونو طرح او لارښوونه کړي، خو د ٢٠٠٦ کال ک له اکتوبر مخکې په چين کې وګړيو يو دان ته زياته پاملرنه نه کوله. له دې وروسته يو دان د مرکزي ټلويزيون د سلو تنو پوهانو پو فورم کې د کانفوسيوس د مهشورو لنډو خبرو په اړه لکچرونه جوړ کړل چې د زياتو نندارچيانو خوښ شول. د ٢٠٠٦ کال کد نومبر په شپږويشتمه نېټه د کانفوسيوس د لنډو خبرو د زده کړې په نامه د دوې له خوا د چاپ شويو کتابونو د پلورلو مراسم تر سره شول او يوازی په همدغه ورځ د دې څه د پاسه دوولس زره او شپږ سوه کتابونه پلورل شول.

د کانفوسيوس د لنډو خبرو په نامه کتاب چې د کانفوسيوس او د ده د شاګردانو د ونياووو ټولګه ده، نژدې دوه زره او درې سوه يا څلور سوه کاله مخکې چاپ شوې او د کانفوسيوس مکتب يو کلاسيک اثر ګڼل کېږي. د دغه کتاب پر بنسټ د ژوند، فلسفې، اخلاو، سياست، ښوونې، اقتصاد او هنر په شمول اثار له لسو زرو څخه زيات دی. په نننۍ زمانه کې چې د ټولنيز پرمختګ ګامونه چټک شوي، د کانفوسيوس مشهورې لنډې خبرې ورو ورو د وګړيو له ذهنونو څخه ليرې کېږي.

پروفيسرې يو دان له څلور کلنۍ څخه د کانفوسيوس د لنډو خبرو په زدهک ړې پيل کړې چې په هغه وخت کې يې پلار د ادب او تاريخ د څيړنې په کارونو کې کار کاوه. د پلار تر اغيزو لاندې يو دان د چين د لرغونی ادب په اړه د ماسترۍ درجه تر لاسه کړهږ د يو دان په اند کلاسيک اثار له واقعی ژوند څخه ليرې نه دې او د سلو تنو پوهانو په فورم کې يې له خپلو تجربو سره سم نندارچيانو ته د کانفوسيوس د لنډو خبرو په باب توضيحات ورکړل. د يو دان هيله دا ده چې د لکچرونو له لارې يې هغه کسان د کانفوسيوس د لنډو خبرو په هکله لومړني معلومات تر لاسه کړي او وروسره مينه پيدا کړي چې عمرونه يې له پنځلس کلنۍ څخه زيات دي. که څه هم د سلو تنو پوهانو د فورم پروګرام په نيمه شپه يا سهار وختي په ټلويزيون کې خپرېږي، خو لا زيات نندارچيان راجلبوي.

په ټلويزيون کې د يو دان د لکچرونو له پای ته رسيدو وروسته نندراچيانو د دوی ستاينه وکړه او ددوی له قوی غوښتنو سره سم، يو دان د کانفوسيوس د لنډو خبرو د زده کړې په نامه يو کتاب وليکه او بيا يې چاپ کړ يو دان وويل : دغه کتاب يوازی د کانفوسيوس د لنډو خبرو د زده کړې په ترڅ کې زما د تجربو ټولګه ده. هيله منه يم چې لا زيات وګړي د دغه کتاب د لوستلو له لارې د کلاسيکو اثارو ارزښت وپيژنی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040