د ويغوری قوم ښکلی نجلۍ ګلپيه

cri     (GMT+08:00) 2009-03-30 19:50:34

د ٢٠٠٦ کال په نوامبر کې د موډيلانو يا جامو وړاندی کوونکو په سيالي کې د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم له خپلواکی سيمې څخه يوې ويغورۍ نجلۍ د خلکو پام راواړاوه چې نوم يی ګلپيه دی . په دغې سيالي کې ګلپيه د ښکليو اندامونو او ځانګړو نڅاو له امله له نورو نهو موډيلانو سره يو ځای د غوره موډيلې وياړ او ځانګړی جايزه تر لاسه کړه . نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د ګلپيه په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم .

د ٢٠٠٦ کال په نوامبر کې د ښکلی نجلۍ په نامه د چين د موډيلانو د دريمې عمومی سيالۍ پای ننداره د های نان ولايت د سان يا په ښار کې تر سره شوه او د چين له بېلا بېلو ځايونو څخه اته څلويښت تنه ښکليو نجونو پکې ګډون وکړ .ددوی څخه د شينجيانګ څخه راغلې څوارلس کلنې ويغوری نجلۍ چې ګلپيه نومېږی ، له نورو نهو موډلانو سره يو ځاي د غوره موډلې وياړ او ځانګړي جايزه تر لاسه کړه . په مسابقه کې ګلپيه د انتخابي کميټې او نندارچيانو لخوا وستايل شوه . نو ګلپيه ډېره خوشحاله شوه . هغی وويل :زما ذهنی کيفيت ښه دی چې په سياليو کې مې کومه ويره نه درلوده. ټولو موډلانو چې په دغو سياليو کې يی ګډون کړی وو، ډېری غوره او ښکلی نجونې وې . د دوی ترمنځ زما عمر ډېر لږ وو ،که په سياليو کې مې هيڅ جايزه هم نه وی تر لاسه نه کړی ، په راتلونکی کې می لا هم ترمخ ډېر فرصتونه درلودل .

ګلپيه چې د شينجيانګ د اورمچي ښار د څلور اويايم لمبر منځنی ښوونځی يوه زده کوونکې ده ، له موسيقي او نڅاو سره ډېره مينه لري . هغې په دغو سياليو کې د شينجيانګ په لومړنيو سياليو کې لومړی جايزه تر لاسه کړه او په پای ننداره کی يی د ګډون حق تر لاسه کړ .

په پايلوبه کې د هنری نندارې په برخه کې ګلپيه د شينجيانګ د ويغوری قوم نڅا وکړه او بريالۍ شوه . دغه نڅا د ګلپيی د مور له خوا طرح شوې وه . د مسابقې په ترڅ کې يی پلار او مور تل ورسره ملګري وو . د ګلپيی مور وويل : زه ډېره خوشحاله يم چې زما لور په دغو سياليو کې ګډون کړی . په دغو سياليو کې ګلپيه ښه ازموينه ومنله او فرصت يي تر لاسه کړ . زما په اند، په سياليو کې ګډون کول ډېر مهم دی . د جايزو د تر لاسه کولو وروسته موږ ډېر خوښ وو .

د ښکلی نجلۍ په نامه د موډلانو دغه سيالي د چين د کاليو جوړونکيو د ټولنې او د چين د مسلکي موډلانو د کمېټې لخوا تر سره کيږی چی هر کال يو ځل جوړيږي . مسلکي او نا مسلکي موډلانې او د موډيل نندارې له چارو سره مينه والې هم ګډون پکی کولای شی .

ګلپيې له ماشومتوب څخه غوښتل چې يوه ښه موډله شی او دې موخې ته د رسيدو لپاره يی ډېر کوښښونه وکړل . هغې د زده کړې د تامينولو لپاره يوازی د يوې اوونۍ په وروستيو ورځو کې د موډل مسلکي روزنه تر لاسه کړه . که څه هم ډېره ستړې شوې ، خو لاهم يي روزنې ته دوام ورکړ او ستر برياليتوبونه يي تر لاسه کړل . له دغو سياليو نه مخکې ګلپيې او د هغی مور او پلار بشپړه تياری نيولی وه . ګلپيې د مور او پلار تر ملاتړ لاندی او د خپلو کوښښونو له برکته ښه پايله تر لاسه کړه .

ګلپيې وويل :زه ډېره خوشحاله يم چې دغه جايزه می تر لاسه کړې . لومړی ، زه غواړم له پلار او مور نه مننه وکړم . دوی تل په هر اړخيزو ساحو کې له ما څخه ملاتړ کوی . د دوی له ملاتړ نه پرته دغه جايزه نشم ګټلی.

د دغو سياليو په ترڅ کې د ګلپيې ښوونځی هم له هغی نه پوره ملاتړ وکړ . د اورمچي ښار د څلور اويايم لمبر منځنی ښوونځی د زده کوونکو هراړخيز پرمختګ ته پاملرنه کوی . نو ټول ښوونکي له ګلپيی څخه ملاتړ کوی

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040