د افغانستان د المپيک ملي کميټې له مشر سره مرکه :

cri     (GMT+08:00) 2009-07-07 10:04:27

درنو اورېدونکيو نېکې هيلې او سلامونه، خوښ يو چې د ننني پروګرام په وړاندې کولو سره يو ځل بيا ستاسو په چوپړ کې يم ،درنو دوستانو ښايي تاسې به هم خبر ياست چې په بيجينګ کې تر سره کېدونکيو دالمپيک نړيوالو لوبو ته اوس کلونه ،نه بلکې په لسګونو ورځې پاتې دي،له بېلابېلو هيوادونو او سيمو څخه به زرګونو تنه ورزشي لوبغاړي پکې ګډون وکړي ، او هيله ده چې په سلګونو زره ليدونکي به هم د چين له دننه اوله بهر څخه ددغو لوبو ليدلو ته ورشي، د نورو هېوادونو په شان د افغانستان ورزشکارانو هم په دغو لوبو کې د ګډون ونډه تر لاسه کړېده ، او تمه کيږي چې ښې لاس ته راوړنې به هم ولري ، په دې هکله مو د افغانستان د المپيک کمېټې له مشر ښاغلي محمد انور جګدلک څخه پوښتنه وکړه چې دوي د المپيک د راروانو لوبو په هکله څه نظر لري ،په هکله يې داسې ځواب وايي:

د المپيک له سږنيو لوبو څخه موږ په بشپړه توګه دفاع کړې ، پدې مانا چې چين د أسيا يو لوی هېواد دی، د نوم أندی په لومړي سر کې موږ چين ته رايه ورکړې وه ،او وروسته له هغه ځينو هېوادونه چې غوښتل له دغو لوبو سره پرېکون وکړي، موږ خپل مخالفت ورسره وښود ، موږ په دغو لوبو کې د خپل ګډون بلنه ورکړې ، او نور هېوادونه مو هم هڅولي چې په دغو لوبو کې ګډون وکړي ،ځکه اوس دغه فرصت أسيا ته راغلی او چين د أسيا يو غښتلی او لوی هېواد دی .

درنو اوېدونکيو د نړۍ زياتره ورزش کوونکي او د سپورت مينه وال د بيجينګ د المپيک د لوبو په تر سره کولو کې هيڅ راز خنډ نه ويني او دې ته هيله مند دي چې دغه لوبې به په ډېرې ښې او بريالۍ توګه ترسره شي،ښاغلی جګلدک هم په دې أند دی ، او وايي چې دغو سپورتي لوبو ته د سياسي بڼې له ورکولو سره په کلکه مخالفت کوي ، او تر اوسه د نړۍ هيڅ کومې د المپيک کميټې له دغو لوبو سره پرېکون ندی کړی ، او ټول يې په کلکه ملاتړ کوي :

زما په أند دغه لوبې هيڅ ستونزه نلري ،دا به ډېرې بريالۍ لوبې وي ،او زه فکر نه کوم چې هيڅ هېواد هم تر اوسه له دغو لوبو سره پرېکون ندی کړی او نه يې دي تحريم کړي ،د ځينو هېوادونو سياسي مشرانو دغه شان عمل ترسره کړی ،خو د المپيک کميټو له دغو لوبو څخه پوره ملاتړ کړی دی ،څو ورځې مخکې د نړۍ د ډېرو هېوادونو د المپيک کميټو مشرانو په بيجينګ کې غونډه درلوده ،او ټولو په يوه غږ دا وويل چې موږ دا لوبې نه تحريموو،او ګډون پکې کوو، په تېره بيا أسيايي هېوادونو چې مشر يې شيخ الصباح دی ،هغه په ځانګړې توګه يو ځل بيا تکرار کړه چې أسيايي هېوادونه به په دغو لوبو کې په بشپړه توګه ګډون وکړي او پريکون نه ورسره کوي .

لکه څنګه چې ليدل کيږي د يو شمېر هېوادونو سياسي مشران غواړي چې د المپيک لوبو ته سياسي بڼه ورکړي ، خو بيا د ورزش د ساحې ټول مينه وال په دې أند دي چې سياست او ورزشي لوبې دوه نه يو ځای کېدونکې ساحې دي ، د افغانستان د المپيک د ملي کميټې مشر هم په دې أند دی او پدې اړوند داسې زياتوي :

د المپيک منشور دا بيانوي چې هيڅ راز سياسي ،قومي،ژبنی او جنسي تعصب ځای نه پکې لري ،او د المپيک نړيواله کميټه هم پدې أند ده چې بايد دغو لوبو ته سياسي رنګ ورنه کول شي ، چې ټول ورزش کوونکو او ځوانانو ته د ګډون زمينه پکې برابره شي .

د المپيک په لوبو کې به لسګونو بيلابېلو برخو کې د ورزش کونکيو تر منځ سيالۍ تر سره شي ، خو افغان لوبغاړي چې وروسته تر يو اوږده ځنډ څخه بيا په دغو لوبو کې ګډون کوي ښايي ونه کړای شي چې په ډېرو برخو کې سيالۍ ترسره کړي ، ښاغلی محمد انور جګدلک په دې هکله داسې څرګندونې لري :

اوس مهال موږ په دوه رشتو يا برخو کې کولای شو چې د المپيک په لوبو کې ګډون وکړو ، چې يوه يې اتلتيک او بله يې تکواندو ده ،په اتلتيک برخه کې مو خپلواکي لرو ،چې يو هلک او يوه نجلۍ مو ورته ټاکلي دي ،او د تکواندو په برخه کې بايد أسيايي او نړيوالې سيالۍ تر سره شي ،او ورزش کوونکي له هغې لارې د ګډون کارت تر لاسه کړي ، او زموږ دوو لوبغاړو د خداي په مرسته هغه کارتونه تر لاسه کړي دي ، او تمه لرو چې زموږ لوبغاړي به د تکواندو په برخه کې ښې لاس ته راوړنې ولري .

درنو اورېدونکيو لکه څنګه مو چې مخکې وويل د بيجينګ د المپيک په لوبو کې به له بېلابېلو هېوادونو څخه په زرګونو تنه لوبغاړي په مختلفو رشتو کې سيالۍ ترسره کړي،خو د افغانستان د المپيک د کمېټې مشر وايې چې له افغانستان څخه تر دې مهاله يواځې څلور تنه لوبغاړي دغو لوبو ته غوره شوي دي ،چې د ځينو په أند دغه شمېر ډېر لږ دی ، او ښايي ځينې کسان داسې تمه ولري چې بايد زياتو افغان لوبغاړو ګډون پکې کړای وای،خو ښاغلی جګدلک په دې هکله وايي دا مهال د بيجينګ المپيک په لوبو کې د ګډون حق ترلاسه کول دومره أسانه کار ندی ، او د ورزش کونکيو زياتو زيارونو او هڅو ته اړتيا لري :

اوس د المپيک په لوبو کې د سهميې اخيستل د يو مډال د ګټلو په شان ستونزمن کار دی ، او زموږ د غيږ نيونې ټيم به د لوبو لپاره د پولند هېواد ته ولاړشي ، څو په دغو لوبو کې د ګډون لپاره لوبې تر سره کړي ،خو دا مهال يواځې د تکواندو ټولنې په دغو لوبو کې د ګډون کولو حق تر لاسه کړی دی .

په افغانستان کې د تېرو درييو لسيزو جګړو په ترڅ کې د نورو برخو تر څنګ د ورزش او سپورت برخې ته هم په پراخه توګه زيانونه رسيدلي ، او په وروستيو څو کلونو کې دغه چارې ، د چا خبر له صفر څخه پيل شوي او افغان ورزش کوونکيو تر يوه اوږده ځنډه وروسته يو ځل بيا د لوبو کولو فرصت په لاس ورغلی دی ، او د افغانستان د المپيک ملي کمېټې پدې برخه کې خپل لومړني ګامونه اخيستي دي ،ښاغلی محمد انور جګدلک پدې هکله داسې زياتوي :

د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته د افغانستان المپيک خپلې لومړنۍ هڅې پيل کړې ،څرنګه چې د افغانستان المپيک د نړيوال المپيک لخوا د تعليق په حال کې و ،نو لومړۍ مو ددغه تعليق يا ځنډ د لېرې کولو هڅې پيل کړې ،ددې کار لپاره مو د المپيک له نړيوالې کميټې سره اړيکې ټينګې کړې ،هغوی افغانستان ته دوه ځله پلاوي راوليږل ،چې لومړۍ ځل د أسيا په کچه او بل ځل يې د ټولې نړۍ په کچه پلاوي و ،او موخه يې دا وه چې أيا د افغانستان د المپيک کميټه د ټاکل شوي منشور سره سم کار کوي که نه ؟

ښاغلی جګدلک زياتوي هغو دوو پلاويو د افغانستان د المپيک کميټې د چارو تر ارزونې وروسته هغه تائيد کړې :

کله چې هغه پلاوي راغلل نو د افغانستان د المپيک چارې يې تائيد کړې او ويې ويل چې د افغانستان ورزشي چارې له نړيوال منشور سره سمې روانې دي او ځنډول شوی حالت يې ورڅخه لېرې کړ ،چې لومړی د أسيا او بيا د ټولې نړۍ په کچه د تعليق حالت پای ته ورسول شو .او هماغه و چې تر يو اوږده ځنډ وروسته مو په ٢٠٠٢ کال کې د لومړي ځل لپاره د کوريا هېواد د بوسان په أسيايي لوبو کې ګډون وکړ ،او تر هغه وروسته مو په ٢٠٠٤ کال کې په يونان هېواد کې د المپيک په نړيوالو سياليو کې ګډون وکړ .

د افغانستان د المپيک د ملي کميټې مشر وايي که څه هم نړيوالو په نورو برخو کې له افغانستان سره زياتې مرستې کړې دي ،خو په ورزشي چارو کومې د پام وړ مرستې ندي ورسره شوي ،ولې دوی له خپلو لږو امکانانو سره سره د پام وړ لاس ته راوړنې لرلي دي :

موږ له هغو دوستو هېوادونو څخه مننه کوو چې په بيلابېلو برخو کې يې له افغانستان سره مرستې کړې دي ،خو د سپورت په برخه کې هيڅ هېواد له افغانستان سره کومه مرسته نده کړې ،زموږ ورزش کوونکيو تر يو سل پنځوسو څخه زيات مډالونه ګټلي دي ،او د بيا جوړونې په برخه کې هم يو څه کار شوی دی .

درنو دوستانو کله چې يو شمېر افغان لوبغاړي له هېواد څخه بهر د لوبو لپاره ولاړ شي د نورو هېوادونو د لوبغاړيو په واک زياتې أسانيتاوې ويني ، حال دا چې دوي حتی په بشپړه توګه اړين خوراکي توکي هم نشي ترلاسه کولای، نو هغه وخت له خپلو چارواکيو څخه ګيله کوي ،چې ددوی روزنې ته سمه او پوره پاملرنه نه کيږي ، د افغانستان د المپيک د ملي کميټې مشر د افغان لوبغاړيو دغه ګيله پر ځای بولي ،او زياتوي چې دهغوی د موجودو ستونزو د حلولو لپاره کوښښونه کوي :

څرنګه چې زموږ سره مرستې ډېرې کمې دي ، او کله چې دوی د روزنې هغه ښه شرايط په نړۍ کې ويني او بېرته خپل هېواد ته راستنيږي ، دا حق لري چې لازم امکانات په واک کې نلرو ،او د هغو امکاناتو د پوره کولو لپاره لږ نه بلکې ډېر وخت ته اړتيا ده ،خو موږ هڅه کو چی هر کال ګام په ګام دغه ستونږې را کمې کړو .

اوس وخت هغه افغانان چې له افغانستان څخه بهر په نورو هېوادونو کې اوسيږي ، تر ډېره د خپل المپيک کميټې سره اړيکې لري ،او د خپل هېواد تر نامه لاندې په لوبو کې ګډون کوي ، ښاغلي محمد انور جګدلک هم ټولو افغان لوبغاړيو ته دا بلنه ورکوي ، چې په ورزشي لوبو کې ګډون وکړي :

سپورت سولې او ورورۍ پيغام لري ،موږ کوښښ کوو چې ټول افغانان په دې پيغام کې سره شريک شي ، لکه څنګه يې چې مخکې هم ګډون پکې کړی دی ،ټول ورزش کوونکي هر چېرې چې دي له خپل المپيک سره دې اړيکې ټينګې کړي ،که دوی ښه استعدادونه ولري موږ به لا وده ورکړو ،او دا زمينه او فرصت ورته برابرو چې په سياليو کې ګډون وکړي ،چې تر دې دمه موږ په دې برخه کې زياتې بيلګې هم لرو .

درنو اورېدونکيو د ننني پروګرام وخت پای ته په رسېدو کې دی ،که تاسې په دې هکله سالم نظرونه وړانديزونه اونيوکې لرئ ، نو مهرباني وکړئ چې د خپلو ليکونو له لارې يې زموږ سره شريکې کړئ، او دغه راز تاسو کولای شئ پدې اړوند د خپل بريښنا ليکونه هم

موږ ته راوليږئ ،زموږ د بريښنا ليک پته ده :

pushtu@chinabroadcast.cn

د اوس لپاره د خدای پامان .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040