د چينايانو مېلمه پالنه د ستاينې وړ ده :

cri     (GMT+08:00) 2009-07-07 10:04:27

درنو او محترمو اورېدونکيو زما خوشحال تايب نېکې هيلې او سلامونه ومنۍ ،خوښ يم چې تر يوې اونۍ ځنډ وروسته يو ځل بيا د بهرنيان په چين کې پروګرام د خپرېدو وار رارسېدلی دی، قدرمنو دوستانو ښايي تاسو په تېرو پروګرامونو کې اورېدلي وي چې دلته په چين کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو او مخنيوي په موخه يو پنځلس ورځنی سيمينار جوړ شوی و، چې د چين په شمول د افغانستان ، پاکستان، سريلانکا، بنګله دېش او نيپال استازيوهم ګډون پکې کړی و، له افغانستان څخه دوه تنو استازيو چې يو يې د کليوجوړونې او پراختيا وزارت او بل يې د افغانستان د اقتصاد وزارت کارکونکی و دغه سيمينار ته راغلي و.

درنو دوستانو تاسو ته مو په هغه سيمينار کې د نوموړو دوه تنو افغانانو د کاري چارو په هکله په تېرو پروګرامونو کې لږ څه معلومات درکړل په ننني پروګرام کې به واورئ چې ددوی په أند چين څه ډول يو هېواد دی، څه يې ليدلي ، خلک يې څنګه و او د دوی نورې بېلابېلې انګېرنې ...

د افغانستان د اقتصاد وزارت کارکونکی ښاغلی احمد صديق متقي وايي کله چې لومړی ځل په چين کې له الوتکې څخه ښکته شوم نو راته معلومه شوه چې چينايان ډېر ميلمه پال او ښه خلک دي ،دی زياتوي :

غږ ترک ٣٩ ژباړه

لومړی ځل چې زه چين ته راغلم ،او مخکې تر هغه چې بيجينګ ته راشم په ارومچي ښار کې د چين له خلکو سره مخامخ شوم،دا مې احساس کړه چې چينايان ډېر مهربان او ميلمه پال خلک دي،دوی ښه اخلاق او لوړ کلتور لري،او کله چې بيا بيجينګ ته راغلو په ريښتيا چې زموږ يې ډېر ښه او تود هرکلی وکړ ، موږ له دوي څخه ډېر خوښ او خوشحاله يو ، هغه څه چې موږ يې هيڅ فکر او تصور هم نه کاوه ،زموږ له فکر څخه يې لوړه او ښه ميلمه پالنه وکړه .ښاغلی متقي زياتوي چينايان ډېر أرام ،د ښې رويې خاوندان او د ښه احساس لرونکي خلک دي .

چين او افغانستان دوه ښه او نېک ګاونډي هېوادونه دي،په کلتوري او دويزو برخو کې له يو بل سره ډېر ورته والی لري،په تېره بيا چې افغانستان د مېلمه پالنې په برخه کې ډېر مشهور دی ، نو چين هم پدې برخه کې ورسره پوره او زيات شباهت يا ورته والی لري، دافغانستان د کليو جوړونې او پراختيا وزارت کارکونکی ښاغلی سيف الدين غفوري هم وايي چې د افغانانو او چينايانو تر منځ ډېر ګډ يا مشترک عادتونه او دودونه شته نوموړی زياتوي :

غږ ترک ٢٩ ژباړه

د چينايانو دود او دستور له افغانانو سره زيات ورته والی لري، د دوي مېلمه پالنه هم د افغانانو په شان ده،زموږ يې ډېره ښه ميلمه پالنه او هرکلی کړی دی، موږ له خپل دې سفر څخه ډېر خوښ يو او ښې خاطرې يې پر ځای راته پرې ايښې دي . ښاغلی غفوري وايي کله چې په ښار او بازار کې ګرځېدو خلکو ډېر ښه چلند راسره کاوه ، هيچا دا نه ويل چې موږ له کومه ځايه راغلي يو ، او له ټولو بهرنيانو سره په ډېر درنښت او مهربانۍ چلند کوي .

دا وخت په چين کې په زياتره برخو کې ښځې هم د نارينه و په شان په کارونو بوختې دي، په تېره بيا هغه کارونه چې زياتې جسمي ځواکمنتيا ته اړتيا نلري د ښځو له خوا ترسره کيږي،خو په افغانستان کې چې يوه دوديزه او مذهبي ټولنه لري ټولې چارې داسې ندي، ښاغلی متقي وايي کله يې چې دلته په کاري برخه کې د چينايي مېرمنو ونډه وليده باالکل حيران شوی، دی وايي:

غږ ترک ٤٠ ژباړه

يواځنۍ شی چې په بيجينګ او د چين په نورو ولايتونو کې ماته حيرانونکی و ، هغه په هوټلونو ، رستورانټونو، پلورنځيو او نورو ګڼو چارو کې د ښځو ونډه وه، ما د لومړي ځل له پاره و ليدل چې ښځې داشان کار او فعاليت ترسره کوي .

درنو دوستانو چين يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د خوراکونو د ډولونو شمېر يې زرګونو ته رسيږي،که څه هم په چين کې هر ډول خوړن ځايونه يا رسټورانټونه شته ،خو بيا مذهبي کسان نه غواړي چې هر ډول خواړه وخوري په تېره بيا د خوک له غوښو سره زيات حساسيت ښيي چې په چين کې ډېره کارول کيږي، هغه کسان چې نوي چين ته راځي نو ښايي کله نا کله له دې ستونزې سره مخامخ شي ، کله مې چې دا خبر له ښاغلي متقي سره شريکه کړه نو داسې ځواب يې راکړ :

غږ ترک ٤١ ژباړه

په خوښۍ سره ويلای شم چې زموږ ميلمه پالو چينايانو په دغه سيمينار کې د ګډونکوونکيو هېوادونو په اړه ځانګړي او مشخص معلومات درلودل ، دبېلګې په توګه د خوراک پوښاک او نور ټولو کلتوري چارو په اړه ډېر ښه پوهېدل،او پدې سيمينار کې زياتره ګډون کوونکي هم مسلمانان و ،نو چينايانو هم تل موږ ته اسلامي خوراکونه برابرول ، چې پدې برخه کې له هيڅ راز ستونزې سره مخامخ نه شولو ، بله دا چې چيني خواړه زموږ ډېر خوښ شول .

درنو اورېدونکيو د بهرنيان په چين کې پروګرام نننۍ کړۍ پای ته په رسېدو کې ده،هيله ده چې راټول شوي توکي ستاسو د پام وړ ګرځېدلي وي ، نو زه هم در سره خدای پاماني کوم .د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په پاک رب سپارم .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040