په چين کې زده کړې ډېرې اغيزمنې دي :

cri     (GMT+08:00) 2009-07-07 16:55:45

درنو اورېدونکيو تاسو همدا اوس زموږ غږ د چين د نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې څخه اورئ، خوشحال تايب يم او د ننني دغه پروګرام اورېدلو ته مو د زړه له کومې هرکلی کوم،هيله ده چې ورځنی نېکمرغه اوخوښ ژوند مو په برخه وي، په همدې هيله راځو د بهرنيان په چين کې پروګرام وړاندې کولو ته.

درنو دوستانو په وروستيو څو کلونو کې زيات شمېر افغانان د بېلابېلو مودو زده کړو له پاره دلته چين ته راځي ، او په مختلفو څانګو کې زده کړې کوي ،پدې بهير کې ده موده وړاندې دافغانستان د کرنې له وزارت څخه هم دوه تنه کارکوونکي د دوه مياشتنيو زده کړو له پاره راغلي و ،موږ هم له وخت څخه په ګټې اخيستنې ورسره مرکې وکړې ، چې پخپل وار به يې درته خپرې کړو ، لومړی افغان زده کوونکی محمد همايون نعيمي نومېده او د افغانستان د کرنې وزارت په يوه اړونده اداره کې د مدير په توګه دنده ترسره کوي ، ښاغلی نعيمي په چين کې د خپلو زده کړو په هکله داسې څرګندونې لري :

(( غږ ترک ٤٠ ثانيې شاوخوا يوه دقيقه له ايديت سره))

د هغه سيمينار له پاره چې موږ دلته راغلي و هغه په دوه زره اتم کال کې د غوښو د کيفيت او توليداتو د کنترول په موخه و ،تاسې پوهيږئ چې افغانستان يوه اوږده جګړه شاته پرې ايښې ده ، او زموږ د غوښو ساتلو او توليد تصدۍ ټولې زيانمنې شوې دي ، او اوس موږ هڅه کوو هغه څه مو چې پدې برخه کې دلته زده کړي دي په خپل هېواد کې په عملي توګه پلي کړو ، په تېره بيا د غوښو هغه توليدات چې له بهر څخه زموږ هېواد ته راځي موږ کولای شو چې له کيفي او روغتيايي پلوه يې کنترول کړو .

اوس مهال دنړۍ په زياتره هېوادونو کې د غوښو توليد ، ساتنې او روغتيايي چارو او له غوښو څخه د استفادې ډولونو ته ډېره پاملرنه کيږي، په چين کې هم اړوندې چارې په ښه توګه ترسره کيږي، خو بيا په يو شمېر بې وزلو او وروسته پاتې هېوادونو کې دغه چارې يو څه توپير سره لري، او هغو ته لکه څنګه چې لازمه ده پوره پاملرنه نه کيږي ، ښاغلی نعيمي هم دا خبر مني او وايي چې د چين او افغانستان ترمنځ د غوښو د ساتلو ، توليد او کټې اخيستلو چارې زيات توپير سره لري دی زياتوي :

غږ ترک ٤١ ثانيې ٤٥

زما په أند پدې چارو کې ډېر توپيرونه شته، ځکه دلته په چين کې د غوښو توليدات زيات دي، دوی د څارويو له هډوکو ، غوښې ، وينې او نورو ټولو برخو څخه ګټه اخلي،خو زموږ په هېواد کې داسې نده ، ځکه زموږ تکنالوژي دومره پرمختللې نده ،زموږ په هېواد کې يواځې قصابان دا چارې ترسره کوي خو دلته په چين کې بيا دا کارونه د سترو تصديو لخوا ترسره کيږي ،او له غوښو څخه نور ډول ډول خواړه هم توليدوي ،دغه راز د خوارکي توکيو د ساتلو چارې هم ډېرې ښې او پرمختللې دي .

په چين کې د نورو هېوادونو په پرتله د خوک يا خنزير غوښې ډېرې کارول کيږي، او په افغانستان کې خلک نه يواځې دا چې هغه نه کاروي بلکې تر ډېره حده حساسيت هم ورسره لري ، نو له ښاغلي همايون څخه مې پوښتنه وکړه چې دوی دلته په کومو برخو کې زده کړې وکړې ، أيا ددوی زده کړې د افغانستان له ټولنې او کلتور سره برابرې وې که نه ؟ په ځواب کې يې وويل زموږ او د نورو زده کوونکيو تر منځ د زده کړو عمده توپير همدا ټکی و : غږ ترک ٤٤ ثانيې ٤٥

زموږ زده کړې زياتره برخه د هغو غوښو په هکله وې چې په افغانستان کې ګټه ورڅخه اخيستل کيږي،ځکه چې افغانستان يو اسلامي هېواد دی،نو موږ هم دلته هغه څه زده کړي چې په راتلونکي په افغانستان کې ګټه ترې واخلو .

له تېرو څو کلونو راهېسې د افغانستان په بېلابېلو چارو کې د يو شمېر هېوادونو او نړيوالو ټولنو په مرسته ځينې پرمختګونه رامنځ ته شويدي، خو د غوښو د توليد او ساتلو په برخه کې کوم د پام وړ پرمختګ نه تر سترګو کيږي، ښاغلی همايون نعيمي وايي دوی هڅه کوي چې پدې برخه کې د يوې بهرنۍ ټولنې مرسته ترلاسه کړي چې ورسره به په افغانستان کې دغه چارې پرمختګ ومومي :

غږ ترک ٤٥ ثانيې ٣٠

موږ هڅه کوو چې داسې يوه ټولنه يا اداره پيدا کړو چې پدې برخه کې زموږ سره مرسته وکړي،تر څو موږ وکولای شو يو شمېر اړوندې فابريکې او تصدۍ جوړې کړو .اوس موږ يواځې د کيفيت کنترول چارې پرمخ بيولاي شو، خو ښايي چې ژر به نوي بدلونونه رامنځ ته شي .

درنو او قدرمنو اورېدونکيو د بهرنيان په چين کې نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسيږي ، خپل کوربه خوشحال تايب ته اجازه راکړئ تر بلې اونۍ او د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو پاک رب مل شه .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040