د بيجينګ د ساينس او تکنالوژۍ په پوهنتون کې له يو افغان زده کوونکي بهرام عادل سره مرکه

cri     (GMT+08:00) 2009-07-07 17:11:12


 عادل په پونتونکی    

درنو اوريدونکو نيکې هيلې او سلامونه! د بهرنيان په چين د پروګرام يو شمير زيات اوريدونکي مونږ ته د پيغامو او ليکونو د ليږلو له لارې غوښتي چې دوي غواړي په چين کې د بهرنيو زده کوونکو د ژوند او زده کړې په هکله زيات معلومات ترلاسه کړي . نو ددې اونۍ په پروګرام کې موله يو بل افغان زده کوونکي سره چې بهرام عادل نوميږي مرکه کړيده . او په چين کې به د ده د ژوند او زده کړې په هکله تاسو ته معلومات در کړو . 

    
 زمونږ خبرياله له عادل سره د مرکې په ترڅ  کې                عادل له خپل ښوونکی سره  


بهرام عادل چې درويشت کاله عمر لري ، په ٢٠٠٦ کال کې چين ته راغلی او د بېجينګ د سايس او تکنالوژۍ په پوهنتون کې د کمپيوتر په څانګه کې زده کړې کوي . دا چې بهرام عادل له کمپيوتري معلوماتو سره ډيره مينه لرله ، نو هيله يي درلوده چې په دې هکله د زياتو معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره چين ته راشي . نوموړي پدې هکله داسې وويل   
  
 چين ته تر راتلو مخکې د ده ښوونکو او دوستانو ور ته ويلي وو چې چيني ژبه ډيره ګرانه او پيچلې ده. خو د ده په اند که څه هم چيني ژبه يوه مشکله ژبه ده ، خو ډيره خوندوره هم ده . عادل د کوچنيتوب پر مهال يو ډير ښه او تکړه زده کوونکی و. د بيجينګ د سايس او تکنالوژۍ پوهنتون د غوښتنې له مخې ، بهرني زده کوونکي بايد د چيني ژبې له يوکلنې ځانګړې زده کړې وروسته تخصصي څانګه ته انتخابيږي . نو عادل چين ته د رسيدو په لومړی کال کې د چيني ژبې د زده کړې لپاره ډير کوښښ وکړ چې اوس په چيني ژبه رواني خبرې کولی شي . هغه وويل، د چين د مرکزي تيلويزيون په اتم چينل کې د ښودل شويو تي وي پلې يا تلويزيوني نندارې له فلمونو سره ډيره مينه لري چې په ترڅ کې يې د چيني قاموس په وسيله د نورو بهرنيو زده کوونکيو په پرتله د چيني ژبې د ويلو او ليکلو کچه لوړه شوېده.

      
 عادل له چيني ټولګيوالو سره 


کله چې هغه تازه چين ته راغې نو له چينی ژبې سره يې زياتي ستونزې درلودې . حتی هغه نه شوای کولی چې په خوړنځي کې د خوراکونو نومونه ووايي . يوه ورځ په رستورانت کې د ده  يو چيني ټولګيوال د خوراکونو د نومونو ويلو په وخت کې له ده سره مرسته وکړه.ورپسې هغه د مثلثاتو په برخه کې هم له عادل سره زياته مرسته کړيده .د عادل په اند، دغه ټولګيوال دده ريښتنی ملګری دی .هغه عادل سره بې له کوم مقصد مرسته کړې ده.عادل وويل زه نه غواړم چې له داسې ښه دوست څخه بيل شم،که زه بيرته خپل هيواد ته هم ولاړ شم، نو دې به ډير يادوم . د بېجينګ په های دين سيمه کې د جونګ ګوان ځون په نامه د کمپيوټر دپلورنې يو مرکز شته چې ډول ډول کمپيوټرونه او نور الکترونيکی توکي پيدا کيږي.هر کله چې نوي ماډل کمپيوټرونه او الکترونيکی توکي توليديږي ، نو د جونګ ګوان څون په پلورنځيو کې موندل کيږي.دغه ځاي د عادل ډير خوښ دی.هغه هميشه له خپلو ملګرو سره د الکترونيکی توکيو د اخستلو لپاره دغه مرکز ته ځي تر څو له هغوی سره مرسته وکړي .له دی امله چې عادل ډير ځله هلته تللی،د دغه مرکز ډيری پلورنکي بهرام عادل پيژني.کله چې هغه کوم يو دکان ته ننوځي نو دکاندار ورته سلام ورکوي او ورته ښه راغلاست وايې .هغه په دغه مرکز کې زيات چيني دوستان لري. د عادل په اند،په چين کې د لومړنيو زرده کړو د ښوونې او روزنې کچه ډيره لوړه ده .بنسټيزې زده کړې د چين په ښوونيز سيستم کې ډير مهم دي. هغه په چين کې ډيرې ښې بسټيزې زده کړي تر لاسه کړي دي چې له امله يې ډير برياليتوبونه هم لاسته راوړي .هغه غواړي چې په راتلونکيو کې د ده کشر ورور هم د لوړو زده کړو د ترسره کولو لپاره چين ته راشي!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040