په چين کې افغان دګروال رازق الله مرادی ٢

cri     (GMT+08:00) 2009-07-07 17:07:43


افغان دګروال رازق الله مرادی

درنو دوستانو،تاسو د تيرې اوونۍ په پروګرام کې د هغی مرکې لومړی برخه واوريده چې د افغانستان د دفاع وزارت د مخابرې درياست ډګروال رازق الله مرادي چې د چين د دفاع پوهنتون په لنډ مهالي مسلکي روزنه کې د ګډون کولو لپاره بېجينګ ته راغلی،د خپل ژوند او زده کړې په هکله چې زمونږ راډيو د پښتو څانګې له خبريالانو سره وکړه.ددې اوونۍ په پروګرام کې به د چين او افغانستان ترمنځ د دوستانه اړيکو په هکله د ښاغلي رازق الله مرادي سره د مرکې دوهمه برخه در ته وړاندې کړو.

  
دګروال رازق الله مرادی د سي ار اي د پښتو څانګې په دفترکې زمونږ له خبريالانو سره د مرکې په حال کې

چين او افغانستان تاريخي ملکونه دي او ډير روښانه مدنيتونه لري .دواړه هېوادونه نژدې دوست ګاونډيان دي او د لرغوني زمانې راهيسې د دواړو هيوادونو د خلکو ترمنځ تګ راتګ موجود دی . د چين او افغانستان ترمنځ د ١٩٥٥ کال د جنورۍ په شلمه نيټه سياسي اړيکې ټينګې شوې .د تيرو څلور پنځوسو کلونو راهيسې د دواړو خواوو تر منځ په کلتوري،اقتصادي،سوداګريزو او پوځي برخو کې همکارۍ او تبادلې نورې هم نژدې او پياوړي شوي دي.

 

افغانستان د بيارغونې کارونو په برخه کې د بهرنيو هېوادونو مرستو ته اړتيا لري چې چين هم له دغو هيوادونو څخه يو دی چې له افغانستان سره تر وسی مرستې کړي دي.د چين زياتو تصديو په افغانستان کې خپلې څانګې پرانستلي دي او د افغانستان خلکو ته يې د کار زيات فرصتونه برابر کړي دي.مثلا،د چين د ام سي سي شرکت د افغانستان د لوګر ولايت د ميس عينک په پروژې کار پيل کړی . چې دا پروژه به د شپيتو کلونو لپاره دوام ولري او افغانستان ته به زياته ګټه ورسوي....

د لازياتو معلومات لپاره د اوريدنې بټن کېکاږی.

 

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040