يو تن افغان په بيجينګ کې د لنډمهاله زده کړو په هکله وايي :

cri     (GMT+08:00) 2009-07-07 16:57:25

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو اورېدونيکو په سلامونو او نېکو هيلو مو د خپرونې اورېدو ته هرکلی کوم ، خدای وکړي چې د خوښۍ او روغتيا جامې مو پر تن وي ، درنو دوستانو تاسو په تېر پروګرام کې واورېدل چې دلته بيجينګ ته دوه تنه افغانان د افغانستان د کرنې وزارت لخوا د لنډ مهالو زده کړو لپاره راغلي و ، چې له لومړي کس سره مرکه مو په تېر پروګرام کې واورېده ، اوس به راشو د ننني پروګرام وړاندې کولو ته ، پدې اونۍ کې به له ښاغلي عبدالقدير تعليم يار سره چې د افغانستان د کرنې وزارت په اړوندو ادارو کې د مدير په توګه دنده ترسره کوي د مرکې ﻻ ځينې برخې درواوروم ، درنو دوستان تاسو په تېر پروګرام کې د ښاغلي تعليم يار د همکار په مرکه کې واورېدل چې دوي دلته د غوښو د توليد او کنترول په برخه کې زده کړې وکړې ، دا چې ددغو دوه مياشتنيو زده کړو په ترڅ کې يې نور څه زده کړي دي ښاغلي عبدالقدير يې په هکله داسې وايي :

غږ ترک ٤٨ ثانيې ٤٨

موږ دلته د غذايي تحفظ په هکله زده کړې وکړې ، بل دا چې دخوراکي توکيو د تړلو يا بسته بند او پکيج په اړه مو ډير څه زده کړل ، چې دا ډېر مهم ټکي دي ، د بېلګې په توګه کله چې خام مواد توليد شي ،او وروسته بيا له هغو څخه پاخه مواد ترلاسه کيږي نو بايد دا په ښه توګه سورت يا درجه بندي شي ، چې ورسره نړيوال مارکيټ ښه کيفيت پيدا کوي ، او ځان ته يو ښه مقام خپلوي ، او همدار راز د غوښو د ساتنې او امنيتي چارو په اړوند مو هم ډېر څه زده کړل چې خپل ځانګړی ارزښت لري .

په ټولنه کې د خوراکونو د روغتيايي چارو جوړښت او ابادي بنسټيزو تاسيساتو ، نوې تکنالوژي ، لوړو زده کړو او ځواکمن اقتصاد ته اړتيا لري ، نو په افغانستان کې به دغه راز لنډ مهالې زده کړې په ورته چارو کومه اغېزه وکړي که نه ؟ ښاغلی عبدالقدير يې په هکله وايي چې دا دومره أسانه کار ندی، خو بيا هم د افغانستان په شان په جګړه ځپلي هېواد کې يو څه مرسته ورسره کولای شي :

غږ ترک ٥٠ ثانيې ٤٥

دغه مرکز چې موږ زده کړې پکې کولې په دوولسو کلونو کې رغول شوی دی ، دوي له جاپان څخه تکنولوژي راوړې ده ، او دا ناشونې ده چې موږ خپلې دوه مياشتنۍ زده کړې هلته ژرترژره عملي کړو ، ځکه موږ دلته تر ډېره عملي زده کړې ونه کړې او زياتره نظري برخه وه .

په افغانستان کې د جګړو تر کلونو مخکې د غوښو د توليد او ساتلو لپاره مسلخونه او سړې خونې موجودې وې ، خو بيا په تېرو درې لسيزو جګړو کې دا هر څه سخت زيانمن شول، چې له امله يې اوس د غوښو توليد او ساتنه په شخصي او انفرادي ډول ترسره کيږي، ښاغلی تعليم يار په دې اړه وايي :

غږ ترک ٥١ ثانيې ٤٢

اوس دا چارې هر څوک په انفرادي ډول د قصابانو له خوا ترسره کيږي ، او د غوښو د ساتنې ټاکلې موده هم نه وي معلومه ، چې د څومره وخت له پاره وساتل شي ، په يوه ، دوه ورځو او يا يوه اونۍ کې پلورل کيږي ، دغه راز په افغانستان کې د چين په شان پرمختللی تکنالوژي نشته، تر څو هغه په سړه هوا کې وساتل شي، تر څو يې د خوسا کېدو او له منځه تلو مخه ونيول شي ، او کيمياوي او ميتابوليکي تعاملات پکې ترسره نشي ، نو لدې امله د غوښو توليد او خرڅلاو له يو شمېر ګواښونو سره مخامخ دی .

ښاغلی عبدالقدير زياتوي د دغه راز ستونزو له امله په افغانستان کې لويانو او ماشومانو ته په پوره توګه خواړه نه رسيږي ، او نشي کولای چې اړينه ورځنۍ انرژي ترلاسه کړي دی وايي :

ترک ٤٩ ثانيې ٤٥

په افغانستان ګې نوي په سلو کې هغه ماشومان چې په خوارځواکۍ اخته دي خپل ژوند له لاسه ورکوي ، ما د خپلې يوې څېړنې له مخې دا موندلې که چېرې هر افغان د ورځې سل ګرامه غوښه ،يوه هګۍ، يوه مڼه او نور سبزۍ وخوري ، ١٤٠٠ کيلو کالوري نشي پوره کولای ، په داسې حال کې چې د اويا کيلو وزن لرونکي بالغ انسان هره ورځ ٢٤٠٠ کيلو کالوري انرژي ته هره ورځ اړتيا لري ، نو ددې موخې د ترسره کولو له پاره د داشان زده کړو تر سره کول ډېره اړينه او ضروري خبر ده .

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو او محترمو اورېدونکيو نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسيږي ، د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو پاک او مهربانه خدای سپارم .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040