د چين تر ټولو شتمن کلی خواشي :

cri     (GMT+08:00) 2009-07-07 17:00:56

درنو اورېدونکيو سلامونه او نېکې هيلې ، خدای وکړي چې د روغتيا او سوکالۍ په جامه پټ واوسئ، خوښ يم چې نن يو ځل بيا د بهرنيان په چين کې پروګرام تاسو ته وړاندې کوم ، درنو اورېدونکيو څو ورځې وړاندې د چين د نړيوالې راډيو لخوا د چين د جيانګ سو ولايت ته د سفر يو پرواګرام برابر شوی و ، په هغه ډله کې شاوخوا څلور دېرش تنو ګډون درلود ، چې د پښتو څانګې څخه زما په ګډون يوه بله همکار شکريه هم شامل و ، نو که د پروګرام تر پايه راسره پاتې شئ د جيانګ سو ولايت د خوشي کلي په هکله به خپل معلومات ستاسو سره شريک کړم .

د معيبوبينو د المپيک لوبو بهير روان و ، زه له خپلې همکارې سپوږمۍ سره تللی وم چې له افغان لوبغاړيو سره مرکه وکړم، هغه مهال خبر راکړل شو چې له ځينو څانګو څخه يو شمېر کسان د چين تر ټولو شتمن کلي خواشي ته د سفر لپاره غوره شوي دي چې زما نوم هم په کې دی ، ريښتيا ددې خبر په اورېدو له امله خوښ شوم ، ځکه يو خو به مې لږ څه تفريح کړې وي او بل به د چين کليوالې سيمې له نږدې څخه وګورم ، د اکتوبر د ذلورمې نيټې تر غرمې وروسته يوه بجه او دېرش دقيقې د چين نړيوالې راډيو ته راغلم ، او تر لږ ځنډ وروسته ټول تلونکي کسان راغلل، او د يو بس په وسيلې مو د هوايي ډګر په لوري حرکت وکړ، شاوخوا يو ساعت وروسته په هوايي ډګر کې و ، ډېر ژر مو ګمرکي چارې پای ته ورسېدې او د بيجينګ په ستر نړيوال هوايي ډګر کې چې د ښامار بڼه لري د انتظار خونې په لور وخوځېدو ، مازديګر مهال زموږ ليږدونکې الوتکه په هوا شوه ، او تر دوه ساعتونو وروسته د جيانګ سو ولايت د خوشي ښار په هوايي ډګر کې راښکته شولو، او تر هغه وروسته د بس موټر په وسيلې د خواشي کلي په لور وخوځېدو .

د دوهمې ورځې په سهار د خواشي کلي مشرانو هغې سيمې ته د ورغليو ټولو خبريالانو په وړاندې يوه خبري غونډه ترسره کړه او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل .

د نوموړي کلي يو تن مشر وويل په خواشي کې اوس مهال پنځو لارو چارو ته ډېره پاملرنه کيږي ، چې په هغې ډله کې کرنه ، سوداګري،سيلانۍ چارې، د تصديو چارې او ودانولو چارې شاملې دي ، هغه زياته کړه په لومړي سر کې خلکو خپله زياته پاملرنه کرنې ته اړولی و ، خو تر ١٩٧٠ کالونو وروسته او په تېره بيا د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې له پلي کيدو را په ديخوا نورې چارې هم وغوړېدې ، او د کلي د پرمختګ يو عمده لامل هم همدا ګڼل کيدای شي ، اوس په دغه کلي کې د ميليونرانو شمېر هم لږ ندی ، او د خلکو د زده کړو کچه هم لوړه شوېده ، د بېلګې په ډول په د تېرې پيړۍ په پنځمه لسيزه کې په ټول خواشي کلي کې يواځې دوه تنه موجود و چې لوړې زده کړې يې درلودې ، خو نن ورځ دغه شمېر زرګونو ته رسېدلی دی ، چې د خواشي د چارواکيو په وينا دا هر څه د ورخلاصون او اصلاحاتو د تګلارې له پلي کېدو او د دوی د ښه مشرتابه درلودلو له برکته دي .

په خواشي کې هرکال دوه لوي جشنونه هم تر سره کيږي چې يوه ته يې موږ هم ورغلي ، چې د اکتوبر په پنځمه پيل او لس ورځې دوام کوي . دغه جشن تر غرمې وروسته د ګڼو کورنيو او بهرنيو ميلمنو او خبريالانو په ګډون پيل شو .

دغه جشن ته د پاکستان څخه علي کامران چې په بيجينګ زده کړې کوي هم راغلی و ، له هغه څخه مې پوښتنه وکړه چې خواشي کلي ته څنګه راغلی نو په ځواب کې يې راته وويل :

غږ ١١

زموږ په پوهنتون کې يو تن راته وويل چې په چين کې يو کلی شته چې خلک يې د کارکولو له لارې ډېر شتمن شوي دي ، او دلته يو نړيوال فسيتوال هم شته، چې پکې د تصديو او سيلانۍ چارې ډېر رول لري ، نو موږ هم هوډ وکړ او دا دی اوس دلته خواشي ته راغلی يو ، او غواړو چې ددې ځای د خلکو پرمختګ په خپلو سترګو وګورو ، او ووينو چې دوی له کومې لارې چارې کارولي چې پرمختګ يې په نصيب شوی دی .

درنو اورېدونکيو زموږ سره تلليو ملګرو او له نورو سيمو او خبري رسنيو څخه راغليو زياتره ميلمنو د خواشي کلی ډېر خوښ کړي او دهغوی د چټک پرمختګ ډېره ستاينه يې کوله ښاغلی علي کامران پدې هکله وايي :

غږ ١٢

زما په أند دا خلک د پرمختګ په لور روان دي ، او هغه تګلارې چې دوي عمل پرې کوي ډېرې اغيزمنې او مؤثرې دي ، او د دوی دغه پرمختګ ښيي چې دوی په دومره کوچني کلي کې په ډېره لنډه موده کې ښه پرمختګ کړی دی .

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو اورېدونيکو نننی پروګران په همدې ځای پاي ته رسيږي د خواشي د کلي او همدا راز د وشي ښار په هکله زياتې کيسې لاپاتې دي چې په راتلونکيو پروګرامونو کې به يې درته وړاندې کړم .

نو د اوس لپاره خپل کوربه ما خوشحال تايب ته اجازه راکړئ د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو پا پاک او مهربانه رب سپارم .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040