بيجينګ د پخوا په پرتله ستر بدلون کړی :

cri     (GMT+08:00) 2009-07-07 17:02:20

خوږو او قدرمنو اورېدونکيو نېکې هيلې او سلامونه ، خوښ يم چې تر يوې اونۍ ځنډ وروسته يو ځل بيا ستاسو چوپړ ته حاضر شوی يم او د بهرنيان په چين کې پروګرام درته وړاندې کوم ، هيله ده چې په مينه او خوښۍ سره د پروګرام تر پايه راسره پاتې شئ .درنو اورېدونکيو څه موده وړاندې دلته په بيجينګ کې د المپيک د نهه ويشتمې دورې نړېوالې لوبې ترسره شوې چې پکې افغان لوبغاړيو هم ګډون کړی و او د المپيک په کورنۍ کې د غړيتوب له پيله يې لومړنی مډال هم تر لاسه کړ ، موږ هغه مهال له ځينو افغانانو سره مرکې کړې وې او د چين او چينايانو په هکله مو پوښتي و ، چې هغه مهال د وخت د تنګوالي له امله خپرې نشوې خو اوس دا دی هغه وخت را رسېدلی چې د چين په هکله د هغوی انګېرنې تاسو ته وړاندې کړم.

پدې اونۍ کې به د افغانستان د پارالمپيک د کميټې د سکرتر جنرال سيد هېواد اکبري سره کړې مرکه تاسو ته وړاندې کړو ، ورين تندی، لوړه ونه ، ښکلې څېره او تودې خبرې اترې د سيد هېواد اکبري ځانګړنې دي ، کله مو چې له هغه څخه د مرکې کولو غوښتنه وکړه نو په ورين تندي يې ومنله او زموږ پوښتنو ته يې په خوږه ژبه ځوابونه وويل، ښاغلی هېواد وايي مخکې هم بيجينګ ته راغلی و او په ځينو غونډو کې يې ګډون درلود :

ترک ٣٦

زما دا دريم څلورم ځل دی چې بيجينګ ته راځم ، مخکې هم د معيوبينو نړيوالې کميټې عمومي غونډې ته دلته بيجينګ ته راغلي و، چې د هغو لوبو د مشرتابه غړيو ګډون پکې درلود ، زموږ د ډلې مشر حاجي عبدالرحمن دی او له هغوي سر موږ هم دلته بيجينګ ته راغلي و .

دتېرو څو کلونو په ترڅ کې د چين په بېلابېلو برخو په تېره بيا د نويو أباديو په برخه کې چټک پرمختګ او زيات کارونه روان دي ، او ورځ تر بله نوښتونه پکې رامنځ ته کيږي ، ښارونه نوې بڼې خپلوي ، او د تېرو وختونو په پرتله لا ښکلي شوي او ګڼې أسانتياوې پکې ليدل کيږي ، ښاغلی اکبري وايي چې د تېر کال څخه تر سږني کال پورې په بيجينګ ښار کې د پام وړ بدلونونه راغلي او بيجينګ د يو کال په ترڅ کې خپله بڼه تر ډېره بدله کړې ده ، دی وايي :

ترک ٣٧

موږ په بيجينګ کې ډېر بدلونونه وليدل ، ځکه لومړی ځل چې موږ بيجينګ ته راغلو نو دلته مو زياتره زړې ودانۍ او وروسته پاتې ځايونه ولېدل ، اوس چې ګورو نوې ودانۍ جوړې شوي ، نوي جمنازيمونه تر سترګو کيږي ځايونه ټول پاک دي او د ښار پاکي او صفايي ته ډېره پاملرنه کيږي ، د چين خلکو په لږ وخت کې ډېر زيات کار کړی دی ، چې د ستايلو وړ دی .

درنو دوستانو د المپيک لوبو په موده کې په سلګونو زره بهرنيان چين او په تېره بيا بيجنګ ته راغلي و ، چې د چينايانو له تاوده هرکلي او ميلمه پالنې سره مخامخ شول ، او زياتره خلکو له دې ښار څخه ښکلې خاطرې له ځانونه سره خپلو هېوادونو ته يوړې ، ښاغلی سيد هېواد اکبري هم له چين او چينايانو څخه ښکلې خاطرې لري نوموړی پدې هکله وايي :

ترک ٣٨

ډېر ښه ډېر ښه ! چينايان ډېر ښه خلک دي ، تل زموږ سره مرستې کوي چې له ستونزو سره مخامخ نشو ، او ټول خلک يې زموږ سره ډېر ښه او له مينې ډک چلند لري ، چې موږ به ددې ځای ښې خاطرې تل له ځان سره ولرو .

خوږو اورېدونکيو لکه څنګه مې چې مخکې وويل افغان لوبغاړيو هم د نورو هېوادونو د لوبغاړيو تر څنګ د المپيک او د معيوبينو د المپيک او پارالميپک په لوبو کې ګډون کړی و ، خو هغه أسانتياوې چې د نورو هېوادونو لوبغاړي يې لري افغانان تر ډېره ورڅخه بې برخې دي ، دغه خبر مې له ښاغلي اکبري سره شريکه کړه او پدې هکله مې د هغه نظر هم وپوښت ، نو په هکله يې داسې راته وويل :

٣٩

په افغانستان کې سپورتي چارې له زياتو ستونزو سره مخامخ دي ، اصلي خبر داده چې د تېرو لسګونو کلو جګړو له امله هر څه زيانمن شوي ، په تېره بيا سپورتي چارو ته ډېره لږ پاملرنه شوې ، خو بيا هم زموږ دولت هڅې کوي چې خپل ورزش کوونکي خوښ او راضي وساتي . که څه هم د نورو هېوادونو لوبغاړي زياتې أسانتياوې په واک کې لري خو موږ هم اوس تر ډېره پدې برخه کې خپل زيار او کوښښ کوو او څه چې لرو د لوبغاړيو په واک کې يې ورکوو.

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو او عزتمندو اورېدونکيو نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسيږي ، نو ستاسو کوربه زه خوشحال تايب هم در څخه اجازه غواړم د بل پروګرام تر وړاندې کولو پور ې مو په پاک او مهربانه رب سپارم .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040