چينايان زموږ ښه دوستان دي

cri     (GMT+08:00) 2009-07-07 17:03:11

د چين د نړيوالې راډيو درنو او محترمو اورېدونکيو ښې چارې ، زما خوشحال تايب سلامونه او نېکې هيلې ومنۍ ،خدای وکړي چې د ژوند په ټولو برخو کې مو برياوې په برخه وي ، په همدې هيله راځو د بهرنيان په چين کې پروګرام لړۍ يو بلې کړۍ وړاندې کولو ته ، درنو دوستانو په ننني پروګرام کې به د يو تن هغه افغان سوداګر سره کړې مرکه درته وړاندې کړم چې له شاوخوا پنځو کلونو راهيسې له چين څخه په سوداګرۍ بوخت دی ، د هغه نوم حاجي نصرت الله مدثري دی ، په دې وروستيو کې بيجينګ ته راغلی و ، ما هم د تيليفون له لارې ورسره اړيکې ټينګې کړې او ورته مې وويل چې غواړم يوه مرکه درسره وکړم ، له خپلو ډېرو بوختياو سره سره يې راسره ومنله ، حاجي نصرت ښکلی او غښتلی ځوان دی ، تل يې موسکا پر شونډو وي ، او کله چې ورسره خبرې اترې وکړئ نو زړه مو نه کيږي چې ترې جلا شئ ، ځکه ډېره په مينه او توده لهجه خبرې کوي ، او د خپل مقابل لوري ډېر خيال ساتي ، ددې هر څه ترڅنګ ډېر مهربان انسان هم دی ، د بېلګې په توګه کله چې د تېرې مۍ په مياشت کې د چين په سچوان ولايت کې سخته زلزله وشوه او ډېر کسان په کې مړه ، ژوبل او بې کوره شول ، نو هغه هم له خپلو نورو ملګرو سره يو ځای تر خپلې وسې پورې له زلزله ځپلو وګړيو سره د خواخوږۍ تر څنګ نغدي مرسته هم وکړه ، ښاغلی مدثري پدې هکله وايي :

غږ ترک ٤٤

موږ په ارومچي کې ميشتو افغان سوداګرو په ګډه د سچوان ولايت له زلزله ځپلو خلکو سره پنځوس زره يوانه مرسته وکړه .

ښاغلی حاجي نصرت الله وايي موږ د سچوان په زلزله کې له زيانمن شويو کسانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه ، او دغه مرسته مو يواځې په همدې موخه کړې وه :

غږ ترک ٤٥

هغه پيسې چې موږ د سچوان ولايت له زلزله ځپلو وګړيو سره مرسته کړې يواځې يوه وسيله ده چې له هغې لارې موږ خپلو چينايي دوستانو ته وښيو چې د هغوی په غم کې موږ هم ورسره شريک يو ، ښايي دغه مرسته چې موږ کړې ده د زلزله ځپونکو لپاره ډېر لږ وي ، خو موږ يواځې د خپلې خواخوږۍ څرګندولو په موخه دغه کار وکړ .

درنو اورېدونکيو لکه څنګه مو چې په تېرو پروګرامونو کې له نورو افغانانو څخه هم اورېدلي ، چين او افغانستان دوه ډېره ښه ګاونډي هېوادونه دي چې هيڅکله يې هم تر منځ تاوتريخوالی ندی رامنځ ته شوی ، او تل د يو بل خپلواکۍ او د خاورو بشپړتيا ته درناوی کوي ، په تېره بيا په وروستيو څو کلونو کې دغه اړيکې نورې هم غوړېدلې دي ، ښاغلی مدثري وايي په تېرو څو کلونو کې د نورو برخو تر څنګ د دواړو هېوادونو اقتصادي اړيکې هم غښتلې شوې دي :

غږ ترک ٣٦

د افغانستان او چين تر منځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې د هرې ورځې په تېرېدو سره لا غوړيږي، د افغانستان او چين دولتونه او خلک هم غواړي چې دغه اړيکې ښې او لا سره نږدې شي .

چين يو ډېر ستر هېواد دی چې لرغونی تاريخ ، بېلابيل دودونه او دليدو وړ ګڼ ځايونه لري ، چې د دې ټولو ليدل زيات وخت ته اړتيا لري ، خو د حاجي نصرت الله په شان کسان کولای شي چې له ګڼ شمېر دغو ځايونو څخه ليدنې کتنې وکړي ، ځکه هغوی د سوداګرۍ لپاره بېلابېلو ښارونو ته ځي چې په ترڅ کې يې ښه سيلونه هم کولای شي ، ښاغلی نصرت الله مدثري وايي هغه په چين کې د اوسېدو او کار پر مهال بېلابېلو ولايتونو او زيات شمېر لويو او کوچينو ښارونو ته سفرونه کړي دي :

غږ ترک ٣٤

ما په تېرو پنځو کلونو کې د چين شل ،پنځه ويشتو ښارونو ته سفرونه کړي دي ، له هغې ډلې لوی ښارونه لکه شانګهای ، بيجينګ ، ګوانجو ، يي وو ، شينګجيانګ او داسې نور يادولی شم . دغه راز نورو زياتو کوچينو ښارونه ته هم تللی يم چې هر يو يې خپلې ځانګړتياوې لري .

حاجي نصرت الله مدثري زياته کړه د چين په هر ولايت او ښار کې چينايانو له دوی سره ډېر ښه او له مينې ډک چلند کړی دی :

غږ ترک ٣٧

موږ د چينايانو له چلند څخه ډېر خوښ او راضي يو ، له افغانانو سره ډېره ښه او نيکه رويه کوي ، موږ هيڅکله هم داسې کوم عمل ندی ليدلی چې چينايانو د کوم افغان سپکاوی کړی وي ، موږ ډېر ورڅخه خوښ يو ، دی زياتوي :

غږ ترک ٣٨

چيناينان له افغانانو سره ډېرې ښی اړيکې لري ، ځکه افغانستان د چين يو ګاونډی هېواد دی ، او له افغانانو سره يې ډېرې پخوانۍ ، تاريخي کلتوري او فرهنګي اړيکې ساتلې دی .

درنو اورېدونکيو د ستديو ساعت ته چې ګورم نو راته وايي چې ددغه پروګرام د خپرېدو وخت پای ته رسېدلی دی ، نو د حاجي نصرت الله مدثري د مرکې پاتې برخه به راتلونکي پروګرام کې درته وړاندې کړم اوس خپل کوربه ما خوشحال تايب ته اجازه راکړئ ، تر بله مو په پاک او مهربانه رب سپارم .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040