د چين د ملې جشن يوه لويه مېلمستيا تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2009-09-30 20:09:29

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د نوي چين د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې لپاره د چين دولتي شورا د سپټمبر ٣٠ مې نېټې په شپه بېجينګ کې يوه ستره مېلمستيا جوړه کړه چې د چين د دولت رئيس هو جين تاو او د يو شمېر نورو مشرانو پر سربېره څه دپاسه څلور زره چيني او بهرنيو شخصيتونو په کې ګډون درلود.

صدراعظم ون جياباو په ياده شوې مېلمستيا کې د خپلې وينا په ترڅ کې وويل، په تېرو شپېتو کلونو کې ټول برياليتوبونه د چينايانو، د کمونېست ګوند او د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم له خوا تر لاسه شوي دي. هغه زياته کړه موږ بايد د اقتصاد چټک پرمختګ همداسې پياوړی وساتو چې د نړيوال اقتصاد د پرله پسې پرمختګ لپاره خدمتونه وکړو. موږ بايد د قومي سيمو د خپلواکو ادارو نظام ټينګ او قومي مذهبي تګلارې پلې کړو . بر سېره پر دې، موږ بايد په يو هېواد کې د دوو نظامونو تګلارې او د يو چين د پېژندلو پر اصولو ټينګار وکړو.

د راتلونکي اکتوبر د لومړۍ نېټې په لسو بجو به د تيان ان من په لوی ډګر کې د پلازمېنې بېلا بېلې ټولنې د نوي چين د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې لپاره يوه ستره غونډه جوړه کړي، رئيس هو جين تاو به په دغه غونډه کې يوه وينا وکړي او وروسته به ستر پوځي پرېډ تر سره شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040