هوجين تاو له هغو استعداد لرونکو کسانو سره وکتل چې د کتونکو په توکه به د چين د ملي جشن د نمانځنې په يو لړ فعاليتونو او مراسمو کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2009-09-30 21:07:09

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس هوجين تاو ، صدراعظم ون جيا باو او د دولت رئيس مرستيال شي جين پينګ په شمول د چين يوشمېر مشرانو د سپټمبر په ٣٠ نېټه په بېجينګ کې د هغولوړ استعداد لرونکو کسانو سره وکتل چې په نورو هېوادونو کې کار يا زده کړې کوي، خو د کتونکو په توګه د چين د ملي جشن د نمانځنې په يو لړ فعاليتونو يا مراسمو کې د ګډون لپاره بېرته چين راغلي دي. هو جين تاو له دغو کسانو سره د کتنې په ترڅ کې وويل ، د چين ولسي جمهوريت د خپل جوړيدو له شپېتو کلونو راهيسې ستر برياليتوبونه ترلاسه کړي دي ، خو موږ بايد په هوښياره توګه په دې پوه شوو: زموږ هېواد لاهم يو پرمختيايي هېواد دی چې لا هم او په نژدې راتلونکې کې به د سوسياليزم په لومړي پړاو کې وي. که موږ غواړو د سوسياليزم عصري بهير تر سره شي، نو بايد د يادو شويو استعداد لرونکو کسانو سره بيره د ټولو چينايانو  نه ستومانه کېدونکو کوښښونو ته اړتيا ولرو.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040