په بهر کې اوسېدونکو چينايانو د ملي جشن نمانځه وکړه
ګرانو اورېدونکو، په چين کې د ولسي جمهوريت د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې په موده کې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې اوسېدونکو چينايانو هم د نمانځنې يو لړ فعاليتونه جوړ کړي وو.
د نوي چين د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې لپاره د اکتوبر په لومړۍ نېټه په تيان ان من ميدان کې د ستر رسم پوځي ګذشت او د خلکو مارش تر سره شو چې په نړۍ کې د ډېر پاملرنې وړ دی. په بهر کې زيات شمېر چينايانو د تلويزيون له لاری له هېوادوالو سره يو ځای د پوځي رسم ګذشت مراسم وکتل. د المان په برلين کې مېرمن ليو شو فانګ او ددې ميړه د يادو شويو چينايانو څخه دوه کسان ګڼل کېږي.
(اواز ١ )
د همدې ورځې په شپه مې له خپل ميړه سره د عسکري رسم ګذشت په اړه مراسم وکتل او اوس له دوستانو سره يو ځای د تلويزيون له لاری د ملي جشن ماښامنۍ هنري غونډه ګورم. زه د خپل هېواد په سمسورتيا وياړم او هيله لرم چې زموږ هېواد ورځ په ورځ غښتلی شي.
بر سېره پر دی په بهرنيو هېوادونو کې څه د پاسه دوه زره اوسېدونکو چينايانو د بېجينګ د تيان ان من په ډګر کې پخپله د رسم ګذشت مراسم وکتل. دا دوهم ځل دی چې په جاپان کې اوسېدونکی ښاغلي جو جيان اينګ په تيان ان من ميدان کې د ملي جشن د رسم ګذشت مراسم ګوري. په ١٩٩٩ کال کې هغه د نوي چين د جوړېدو د پنځوسمې کاليزې د نمانځنې فعاليتونه کتلي و.
(اواز ٢ )
لس کاله مخکې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلي کېدو وروسته په لنډه موده کې ستر برياليتوبونه تر لاسه شوي وو ، زه ډېر خوشاله يم ، هغه مهال مې فکر نه کولو چې لس کاله وروسته به په چين کې دومره ستر بدلونونه رامنځته شي.
د تېر سپتمبر په ٢٠ نېټه د چين د ملي جشن د رارسېدو په وخت کې په امريکا کې اوسېدونکو چينايانو په واشنګټن کې د ملي بيرغ د پورته کولو مراسم تر سره کړي وو. د دغه مراسمو يو جوړونکې او په امريکا کې د اوسېدونکو چينايانو د ټولنې مشرې مېرمن هه شياو هوی وويل (اواز ٣)
روان کال د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو شپېتمه کال
يزه ده . موږ تل غواړو چې د دغې ورځې د نمانځنې لپاره يو لوی فعاليت تر سره کړو.
د اکتوبر په لومړۍ نېټه د چين ملي بيرغ لومړی ځل د استراليا په سيدني کې د ښاري حکومت د ادارې په وړاندی اوچت شوی . د همدې ورځې سهار په سيدني کې زيات شمېر اوسېدونکو چينايانو او چيني زده کوونکو د ملي بيرغ د اوچتولو په مراسمو کې ګډون درولود.
(اواز ٤)
په قطر کې د بېلا بېلو ټولنو چيني اوسېدونکو د ملي جشن د نمانځنې لپاره مېلمستياوې او غونډې جوړې کړې. په سويزرلنډ کې د چينايانو ٧ ټولنو د نوي چين د شپېتمې کاليزې د نمانځنې لپاره ګډه مېلمستيا جوړه کړه چې په دغه هېواد کې د چين د سفارت چارواکو په شمول څه د پاسه ٦٠٠ تنو په کې ګډون درلود.
په بريتانيا کې د نوي چين د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د نمانځنې لپاره د اوسېدونکو چينايانو له خوا په يوه مېلمستيا کې د دغه فعاليت د مقدماتي کميټې مشر لي جه جانګ وويل
(اواز ٥)
که څه هم موږ د هېواد په بهر کې اوسېږو ، خو د هېواد د سمسورتيا لپاره به موږ تل خپل خدمتونه وکړو.
هو،دوی په بهر کې اوسېږي ، خو د دوی ژوند او زړونه د هېواد له پرمختګ سره تړلي دي . موږ د نوي چين د جوړېدو د شپېتمې کاليزې په موده کې خپلې هيلې او باور وړاندې کوو چې د هېواد راتلونکی او په بهر کې د اوسېدونکو چينايانو ژوند ورځ په ورځ ښه شي.