د اسرائيلو صدراعظم له فلسطين څخه غوښتنه کړې چې د سوله ييزو خبرو اترو له مخکنيو شرايطو څخه لاس واخلي

cri     (GMT+08:00) 2009-11-02 10:27:02

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اسرائيلو صدراعظم بينجامين نتانياهو د نومبر په لومړنۍ نېټه هيله څرګنده کړه چې فلسطين له اسرائيلو سره د سوله ييزو خبرو اترو له مخکني شرط څخه لاس اخيستللی شي او د فرصت په کارولو سره ژر تر ژره د دواړو خواوو ترمنځ دغه خبرې اترې بيا پيل کړي. په همدې ورځ فلسطين د دی غندنه وکړه چې د اسرائيلو د يهودي استوګنځيو د مسئلې په هکله د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې هيلری کلينټن وينا د فلسطين او اسرئيلو ترمنځ سوله ييزو خبرو اترو ته زيانونه رسولي دي.

د فلسطين حکومتي وياند غاسن ختيب د نومبر په لومړنۍ نېټه د دغو استوګنځيو پراخوالي ته د اسرائيلو له دوام ور کولو څخه د امريکا پر ملاتړ نيوکه وکړه .

وزيرې هيلالی چې له منځني ختيځ څخه ليدنه کوي، د اکتوبر په ٣١ نېټه په بيت المقدس کې وويل ، د نوموړۍ مسئلې په هکله د اسرائيلو جوړجاړې ساری نه لري او د دغو استوګنځيو له جوړولو څخه لاس اخيستنه د دغو خبرو اترو د بيا پيل لپاره د مخکني شرط په توګه نه دی بللی .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040