په چين کې د بشري حقونو د ضمانت لپاره يوه ځانګړې بڼه جوړه شوې ده
د چين د نړيوالې راډيو دخبر له مخې د بشري حقونو د دوهمې دورې فورم د اکتوبر په ٢ نېټه په بېجينګ کې پيل شو.د چين د بشري حقونو د څېړونکې ټولنې مشر لو هاو چای وويل ، د څو کلونو د کوښښونو له امله په چين کې د بشري حقونو د ضمانت لپاره يوه ځانګړې بڼه جوړه شوې ده.
هغه وويل چې د کلتورونو او حالاتو د توپيرونو له امله د بشري حقونو د ضمانت بېلا بېلې بڼې رامنځته شوې دي.چين په دغه برخه کې خپلهخاصه بڼه غوره کوي چې د خپلو کلتوري دودونو او د ټولنيز پرمختګ له حالت سره سمون لري او د خلکو اړتياوې پوره کولای شي.
د دوه ورځنۍ دغه فورم مٍوضوع هوسا پرمختګ او بشري حقونه دي.د ٢٦ هېوادونو نژدې سل تنه اړونده لوړ پوړي چارواکي او کارپوهان پکې ګډون کوي.