په راولپينډۍ کې يوه چاودنه وشوه

cri     (GMT+08:00) 2009-11-02 17:44:41

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نومبر په دوهمه نېټه د پاکستان د پنجاب ايالت په مهمه پوځي ولسوالۍ راولپينډۍ کې د يو څلور ستوريز هوټل په شاو خوا کې يوه ځانمرګي چاودنه وشوه چې له امله يې لږ تر لږه دوه ويشت تنه مړه او شل تنه نور ټپيان شوي دي.

د پاکستاني پوليسو په قول، دغه چاودنه په ځايي وخت د همدې ورځې په سهار لسو بجو او څلوېښتو دقيقو د شاليمار هوټل ته نژدې د يو بانک دباندې وشوه. د چاودنې ځای د پاکستان د ځمکني ځواکونو له مقر سره يوازې د پنځه سوه مترو واټن لري.

پوليس د چادونې له پېښېدو وروسته سمدلاسه د چاودنې ځای ته ورسېدل او ټپيان د درملنې لپاره نژدی روغتون ته ولېږل شول.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040