د پاکستان په صوبه سرحد کې د م م ځيني کارکوونکي به نورو سيمو ته انتقال شي

cri     (GMT+08:00) 2009-11-03 09:42:33

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،م م د نومبر په دوهمه نېټه اعلان وکړ چې د پاکستان په صوبه سرحد کې د م م ځيني کارکوونکي به د امينت له امله نورو سيمو ته انتقال شي او يوازې مهم کارکوونکي لا هم په دغه سيمه کې پاتې شي.

د م م د سرمنشي وياندې مونتس په همدې ورځ خبريالانو ته وويل،د ځايي حالاتو د پر له پسې سختوالي له امله به په صوبه سرحد کې او په قبائلي سيمو کې يوازې د م م هغه مهم کارکوونکي پاتي شي چې په بيړني چارو،بشري مرستو،امنيت ساتونکيو چارو او نورو لازمو کارونو کې برخه اخلي.نور کارکوونکي به د دغه هېواد نورو ځايونو ته انتقال شي،خو د پاتی شويو کارکوونکيو بدنی امنيت به په جدی توګه تامين شي.

مونتس پر دې ټينګار وکړ چې م م به له پاکستان سره د بشري دوستۍ او پرمختګ مرستو ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040