فرانسی او المان پر حامد کرزي غږ وکړ چې د ماموريت په نوې موده کې د بېلا بېلو خواوو ځواکونو ترمنځ يووالی ټينګ کړي

cri     (GMT+08:00) 2009-11-03 10:43:21

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د فرانسی د بهرنيو چارو وزير بيرنارد کوچنير د نومبر په دوهمه نېټه د المان د بهرنيو چارو له وزير ګويدو ويستيرويلي سره خبرې اترې وکړې او دواړو وزيرانو له خبرو اترو وروسته په مطبوعاتي غونډه کې د افغانستان پر ولسمشر حامد کرزي غږ وکړ چې د ماموريت په نوې موده کې د دغه هېواد د بېلا بېلو خواوو د ځواکونو د يووالي لپاره هڅه وکړي.

کوچنير لومړی د ولسمشر په توګه د بيا ټاکنې په مناسبت حامد کرزي ته مبارکۍ څرګنده کړه او ويې ويل افغانستان د حامد کرزي په مشرۍ د نورو خواوو له خوا د منلو وړ يو حکومت ته اړتيا لري. هغه هيله لري چې کرزی خپلې ژمنې پوره کړي او په ټولټاکنو کې له حريف ډاکتر عبدالله عبدالله سره همکارۍ وکړي. هغه په همدې وخت کې په افغانستان کې د يوځونو له ميشتو کوونکو اروپايي هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې دريځونه همغږۍ، ګډه ستراتيژۍ جوړه او له امريکا سره همکارۍ پياوړې کړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040