په چين کې د روسيې لوی سفير: د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې د شي جين پينګ وينا د نړيوالو معاملو د پرمختګ لپاره هيلې او اميدونه پيدا کړي
CRI2020-11-06 14:54:23
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، په چين کې د روسيې لوی سفير اندري دينيسوف د نومبر په ۵مه نېټه خبري رسنيو ته وويل، د چين د درېيم نړيوال وارداتي نندارتون د پيل په مراسمو کې د دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پينګ وينا د نړيوالو معاملو د پرمختګ لپاره هيلې او اميدونه پيدا کړي

هغه وويل، شي جين پينګ په خپله وينا کې د کوويد-۱۹ د خپرېدو د اغېزې او د نړيوال پرمختګ په باب خپل نظر او ډېره روښانه آينده بيان کړې. د ده د وينا مثبتې اغېزې ډېرې دي، نو موږ په دې باور لرو چې موږ اوسني ستونزې لرې کولای شو، د نړيوال اقتصاد د پرانيستنه او همکارۍ راتلونکی نه دی بدل شوی. (شکريه)