چين دې ګډ نړيوال بازار شي
CRI2020-11-06 15:25:42
شريکول:

د چين لوی رهبر شي جين پينګ د نومبر په څلورمه نېټه د چين د درېيم نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې چين دې ګډ نړيوال او ټولشموله بازار وګرځي او دا د دې ښودنه کوي چې چين غواړي خپل بازار او فرصتونه له ټولې نړۍ سره شريک کړي او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره د لوی هېواد په توګه خپل مسووليت ادا کړي.

له اصلاحاتو او ورخلاصون وروسته له ټولې نړۍ سره د خپل بازار او فرصتونو شريکول د چين هميشنۍ ژمنه ده. په اوسني حال کې چې د کوويد-۱۹ وبا پر نړيوال اقتصاد سختې منفي اغيزې اچولې، د چين دغه ژمنه ډېره مهمه ده. په چين کې د امريکا د کوالکوم شرکت د فرعي څانګې مشر منګ پو وويل چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ وړانديز کړی چې چين به د وارداتي نندارتون په شمول پر دوامدار ورخلاصون ټينګار وکړي او د بېلا بېلو هېوادونو تصدۍ به وهڅوي چې په چين کې سوداګريز فرصتونه پيدا کړي. دا به د بهرنيو تصديو او چيني همکارانو تر منځ د هراړخيزو او دايمي همکاريو لپاره ګټې ولري.

د چين روان درېيم وارداتي نندارتون د دويم نندارتون په پرتله لوی او عمومي مساحت يې نژدې دېرش زره مربع متره پراخ شوی دی چې پخواني او نوي تجاران ټول په کې ګډون کوي. له دې څخه څرګنديږي چې نړيوالې تصدۍ د کوويد-۱۹ وبا سره سره چيني بازار ته تمه لري. له بلې خوا چين د ورخلاصون او نړيوالې همکارۍ په چارو کې خپل څه د پاسه څلويښت کلن هوډ ته ژمن دی او عملي کېدو لپاره يې ډول ډول فعاليتونه عملي کړي دي.

اوسمهال ځينې لوري د نړيوال کېدو او همکاريو برعکس حرکتونه کوي. د چين دولت رئيس شي جين پينګ له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې د همکارۍ له لارې ګډې ګټې تر لاسه کړي، ګډې دندې واخلي او په ګډه ورخلاصون وساتي او دا په بدلوونکي او پيچيلی حالت د نړيوالې ادارې لوري روښانه کړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې لوی هېوادونه او عمده اقتصادونه بايد نمنوي رول ولوبوي او پرمختيايي هېوادونه دې کارونو کې فعاله له ونډه واخلي.

د څيړوونکو په اند د چين د کمونېست ګوند د نولسم مرکزي کمېسيون په پنځمه غونډه کې د لوی کورني دوران په محور د کور په دننه او بهر کې د دوو دورانونو لخوا د يو بل د هڅولو لپاره نوې ستراتيژۍ جوړې شوې. په روان وارداتي نندارتون کې شي جين پينګ د هراړخيز ورخلاصون په هکله څلور نوي تدبيرونه اعلان کړل او ژمنه يې وکړه چې چين به نوې پياوړې سيمې ابادي کړي، د بهرنې سوداګرۍ د نوښت او پرمختګ هڅونه به وکړي، سوداګريز چاپيريال به غوره کړي او دوه او څو اړخيزې سيمه ايزې همکارۍ به ټينګې کړي. په مشخصه توګه ويلی شو چې چين به د نړيوالې خدماتي سوداګرۍ منفي لېست صادر کړي، د واردوونکو توليداتو او تخنيکونو د منع کولو لېست کم کړي، په مداومه توګه به د بهرنۍ سوداګرۍ په اړه قانوني سيستم بشپړ کړي، په پر له پسي ډول به د ميکانيزم په ډول ورخلاصون پرمخبوزي او په راتلونکې کې به په لا پراخه توګه او په لا زياتو ساحو کې په لا ژوره توګه د ورخلاصون لپاره ضمانت برابر کړي.

چين به د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا په وړاندې د مشکلاتو په هکله د ډجيټلي اقتصاد او انټرنيت په ساحو کې ورخلاصون پراخ کړي او د نړيوالې انلاين سوداګرۍ په شمول د نوي شکل د پرمختګ هڅونه به وکړي. چين غواړي له لا زياتو هېوادونو سره د ازادې سوداګرۍ تړونونه لاسليک کړي او له اړوندو هېوادونو سره په ګډه يو کمربند او يوه لارېه په باکيفيته توګه اباده کړي. دا نه يوازې په ټوله نړۍ کې د اقتصادي پرمختګ په ترڅ کې نوی انجن جوړولی شي، بلکې ورڅخه څرګنديږي چې چين ټينګ هوډ لري چې خپل يو مليارډ څلور سوه مليون نفوس لرونکي لوی بازار به ټولې نړۍ ته خلاص کړي. د چين د لوی رهبر د اټکل له مخې په راتلونکو لسو کلونو کې به چين ته د واردوونکو توليداتو عمومي ارزښت له ۲۲۰۰۰ مليارډ ډالرو څخه زيات وي. له دې څخه څرګنديږي چې چين تل د انسان د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره کوشش کوي، ځکه چې پر يوه ګل نه پسرلی کېږي.