د تيسلا عمومي شرکت مرستيالې تاو لين: د چين نړيوال وارداتي نندارتون د کوويد-۱۹ په وخت کې د ټولنې د هراړخيزې اعادې کيدو يوه هيله ده
CRI2020-11-07 11:16:55
شريکول:

د تيسلا عمومي شرکت مرستيالې تاو لين د نومبر په ۵مه نېټه په شانګهای ښار کې د چين په درېيم نړيوال وارداتي نندارتون کې وويل چې دغه نندارتون د کوويد-۱۹ وبا په وخت کې د ټولنې د هراړخيزې بيا اعادې يوه هيله ده. دغه شرکت په دغه نندارتون کې له چيني او بهرنيو تجارانو او همکارانو سره تګ راتګ ژور کړی او په چين کې د پرمختګ په هکله ټينګ باور لري.

هغې دا معلومات ورکړي چې تيسلا په چين کې د امريکايي تصدۍ د پرمختګ لارې ښودلې دي. تيسلا په پيل کې دا پيژندلې چې چين د امريکا پرته تر ټولو مناسب ځای دی چې بهرنۍ فابريکه يې جوړه کړه. دا ډېره مهمه ده چې چين په توليدي چارو کې يو لوی هېواد دی او د دغه هېواد حکومت د ساينس او تکنالوژيو نوښتونو او د چاپيريال ساتنې پر بنسټ د نويو انرژيو د چارو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري. نو په چين کې د تيسلا د پرمختګ برياليتوب د امريکا دسيليکون ويلي(Silicon Valley)روحيې او د چيني کارکوونکو د روحيې تر منځ تر همکاريو لاندې رامنځته شوی.