په صحرايي سيمه کې د نباتاتو بانک
cri2020-11-09 11:23:11
شريکول:

د  چين په شينجيانګ کې د توروفان سيمه د هوا د تودوالي اوځانګړي جغرافيا له امله د هيواد په دننه او بهر کې ډير شهرت لری ، نو ځکه يې ليدو ته زيات سيلانيان ورځي ، خو د نباتاتو پوه  پان بو ژون د بل هدف په درلودلو سره هلته تللی دی .

ده وويل که  په توروفان کې چې اوبه يې ډېرې کمې او ګرمي يې زياته او ټول کال پکې سخت باد  لګيږي ،نباتات ژوند کولی شی که نه ؟

په نولس سوه دوه اوويايم کال کې د ښاغلي پان په شمول په شينجيانګ کې د چين د علومو اکاډمۍ د بيولوژۍ او جغرافيا انسټيټوت عالمان توروفان ته تللي او و يې غوښتل چې هلته د نباتاتو يو باغ جوړ کړی .

 د ښاغلي پان په وينا هغه وخت زه شپږويشت کلن ځوان وم  او د توروفان ولسوالۍ لويديځې څنډې ته مې سفر وکړ چې هلته پنځه فارمونه له روانو شګو او سخت باد سره مخامخ شوي او ځايي حکومت او برګرو فوري غوښتنه وکړه چې پوهان دې ددوی د ژوند او توليد د ساتلو لپاره د روانو شګو مخه ونيسي.

ښاغلي پان وويل چې په لومړيو وختونو کې د کار او ژوند له زياتوستونزو سره مخامخ شوو، مثلا موږ هره ورځ په نوبت سره ډوډۍ پخوله اوپه ساده کورونو کې اوسيدو، حتی  کړکۍ به په مو پر پلاستيک پټولې.

پوهان اول  د سخت باد د بندولو او د  روانو شګو د کلکولو لپاره لس ډوله ونې او بوټي کينولي او درې کاله وروسته هغوی پرېکړه وکړه چې په شينجيان کې د روانو شګو د بندولو لپاره  د نباتاتو لومړی باغ  جوړ کړی  چې نوم يې د توروفات د صحرايي نباتاتو باغ دی .

ښاغلي پان وويل چې په چين کې د ځمکو څلورمه برخه وچه او صحرايي سيمه ده . موږ غواړو د نباتاتو باغ  په جوړولو سره لکه د نباتاتو بانک په شان هغه نباتات ټول کړو او يا  وروزو چې په وچو او صحرايي سيمو کې کرل کيږی

څه باندې څلويښت کاله تير شوي دي ، د پوهانو د زياتې هڅې له برکته  دغه د نباتاتو باغ  چې په نړۍ کې د سمندري سطحې له نظره په ډيره ټيټه سيمه کې جوړ شوی ، اوس پکې داسې باغ  اباد شوی دی چې پراخوالی يې د فوټبال د دوو سوو لسو ډګرونو سره برابر دی او اووه سوه ډوله نباتات پکې روزل شوي دي . د يادولو وړ خبره دا ده چې نبات پوهانو له روسيې ،  منځنۍ او لويديځې اسيا او افريقا څخه څلور سوه شپږ پنځوس ډوله نباتات رانقل کړي دي

که څه هم ښاغلی پان اوس دوه اوويا کلن سپين ږيری دی او دوولس کاله مخکې تقاعد شوی دی ، خو  علمي څيړنه يې لا هم دوام لري څو چې له خپلو ملګرو سره يو ځای د صحرايي نباتاتو د څيړنې ساحه لاپراخه شي او د شګلنې سيمې په شاوخوا کې د پرتو سيموچاپيريال وساتل شي.

د ښاغلي پان د شميرنې له مخې  ياد باغ  د هيواد شمال لويديځو څو ولايتونو  او د شينجيانګ ديرشو يونټونو ته د شګو د کلکولو لپاره شل ټنه د نباتاتو تخمونه او  درې مليونه بوټي برابر کړي دي. پرته له دې نه د هيواد د سلو بهرنيو او کورنيو باغونو سره يې د اوږدې مودې لپاره د کار اړيکې جوړې کړې  او د منځنۍ اسيا د هيوادونو او سيمو  د نباتاتو له  باغونو او څيړنيزو انسټيټوتونو سره يې علمي او تخنيکې همکارۍ طولاني اړيکې هم ټينګې کړې دي .

د چين د علومو اکاډمۍ غړي ، نبات پوه هون ده يوان ويلي وو چې د توروفان د نباتاتو  په باغ  کې له منځنۍ اسيا څخه زياته اندازه ځانګړي نباتات رانقل او ساتل شوي دي چې دغه برياليتوب د چين په صحرايي سيمو کې د دوامدارې پرمختيا لپاره ډير اهميت لری .