په چين کې د رخصتيو په ورځو کې د ګړنديو لارو پر غاړو د دمې تمځايونه
cri2020-11-09 10:05:38
شريکول:

د چين د ملي جشن سږنۍ رخصتۍ د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه تر اتمې نېټې پورې دوام درلود. د أن هوی ولايت اوسېدونکي ښاغلي وو له خپل فاميل سره د سږني  ملي جشن د رخصتۍ په وروستۍ ورځ خپل سفر پای ته ورساوه او کور ته د ستنېدو پر مهال يې د لارې پر غاړه د دمې په يوه تمځای کې تم او څه خوراکي توکي يې واخيستل، دوی اول غوښتل چې د دمې په دې تمځای کې څه وخت استراحت وکړي، خو دا پلان يې په اخر کې د سودا پر اخيستلو باندې بدل شو.

په چين کې د ملي جشن په رخصتۍ کې ډيرو خلکو د ښاغلي وو په شان په موټرونو کې سفرونه ترسره کړل او خپلو هدفونو ته يې د تګ په لارو کې پر غاړو او نژدې د دمې په تمځايونو کې د سودا په اخيستلو ډير وخت لګولی او ترې يې ډير خوند هم اخيستی دی.

د چين د ترافيک او ترانسپورټ وزارت شمېرنه ښيي چې د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه تر اتمې نېټې پورې هره ورځ کابو ۴۷ ميليونه موټرونو په ګړنديو لارو باندې تګ راتګ کړی او د دغو ګړنديو لارو پر غاړو د دمې تمځايونه د مسافرينو لپاره مهم مصرفي ځايونه دي.

د چين جيانګ سو ولايت څو کاله مخکې تر نورو ولايتونو وړاندې د ګړنديو لارو پر غاړو د دمې تمځايونو اصلاحات پيل کړي. د چين د ملي جشن په سږنۍ رخصتۍ کې په خواله رسنيو کې د ياد ولايت څو نمونوي تمځايونه ډير د توجه وړ ګرځېدلي دي. دغه تمځايونه لاندې عکسونو کې ليدل کيږي.

د يانګ چنګ هو په نوم د دمې تمځای نږدې ۵۰ زره مربع کيلومتره پراخوالی لري او جوړښت او ډيزاين يې ډيرې ځانګړتياوې لري چې د چين، په تېره بيا د جيانګ سو ولايت په سوجو ښار کې په لرغونو باغونو کې ډير ليدل کيږي. په دغه تمځای کې د علمي تېکنالوژۍ او کلتوري نندارتون لپاره لوی تالار هم جوړ شوی او هنري نندارې هم کله کله پکې ترسره کيږي.

په چانګجو ښار کې د فانګ ماو شان په نوم د دمې تمځای کې د ډايناسورانو ډله ييز موډلونه نندارې ته وړاندې شوي دي، دغه تمځای داسې ښکاري چې د ډايناسورانو دا ډله د يو باغ په شان ده.

ځيني تمځايونه عصري ساختماني ځانګړتياوې لري او داسې ښکاري چې په ښارونو کې د عصري او مدرنو مارکېتونو په شان دي.

په چين کې ځمکنۍ لارې د مسافرينواو مالونو د ليږد راليږد لپاره تر نورو لارو ډير کارول کيږي. د ۲۰۱۹ کال تر پای پورې په دغه هېواد کې د ځمکنيو لارو عمومي اوږدوالی ۵ ميليونه او ۱۰ زره کيلومتره ښودل شوی او پکې ۱۴۷ زره او ۶۰۰ کيلومتره ګړندۍ او د لوړ کيفيت لارې شاملې دي چې اوږدوالی يې په نړۍ کې تر ټولو ډير دی. د دغو ګړنديو لارو پر غاړو د دمې تمځايونه د ډيرو سېلانيانو په جلبولو سره پر لويو مصرفي ځايونو باندې بدل شوي دي. هر کال د يانګ چنګ هو په نوم پاس ياد شوی د دمې تمځای تر ۴۰ ميليونو ډېر مسافرين راجلبوي چې دغه شمېر د جيانګ سو ولايت د مرکز نانجينګ ښار د نړيوال هوايي ډګر د مسافرينو تر شمېر ډير دی.

د دمې په تمځايونو کې برګر کېنګ، د مکډونالډ، ستاربکس (starbucks، Mcdonald's، Burger King) په ګډون ډېر مشهور رستورانتونه او د توکو ځانګړي دوکانونه شته دي او سيلانيان پکې نه يوازې استراحت کولی شي، بلکې د توکو له اخيستلو څخه هم خوند اخيستلی شي.

د دمې دغه تمځايونه د چين د پياوړي اقتصادي ودې ښودنه کوي. په ۲۰۱۹ کال کې د چينايانو د هر تن په سر عايدات څه باندې ۳۰ زره يوانه ښودل شوي چې د ۲۰۱۸ کال په پرتله ٪8.9 زيات دی. د خلکو د پيسو مصرف توان لوړ شوی او په تېرو مسلسلو شپږو کلونو کې يې د دغه هېواد د اقتصادي ودې په هڅولو کې تر ټولو زيات رول لوبولی دی. د دغه هېواد ملي جشن په تېرو اته ورځنيو رخصتيو کې چينايانو يو ځل بيا د پيسو په مصرفولو کې لوی شوق او پياوړی توان ښودلی دی. د رسمي شمېرنې له مخې، په دغه هېواد کې پدې رخصتۍ کې د سوداګريزو توکو او د لويو رستورانتونو له لوري د خوړو خرڅلاو ارزښت۱۶۰۰ميليارډو يوانو ته رسېدلی، د سېلانيانو شمېر ۶۳۷ ميليونه تنه ښودل شوی او سيلانيز عايدات تر ۴۶۰ ميليارډو يوانو ډير دي.