شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې بايد د چين د يانګ ځه سيند پر غاړه د اقتصادي کمربند د باکيفيته پرمختګ لپاره هڅې وکړو
cri2020-11-16 10:59:14
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د نومبر په څوارلسمه نېټه د چين د جيانګ سو ولايت په نان جينګ ښار کې د يانګ ځه سيند پر غاړه د اقتصادي کمربند د پرمختګ په اړه د غونډې مشري وکړه او پکې يوه مهمه وينا يې

وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې بايد د چين د کمونېست د ۱۹م ملي ولسي کانګرس او د دې ګوند د ۱۹ مې دورې مرکزي کميټې د دوهمې، درېيمې، څلورمې او پنځمې غونډې تحميمونه او روحيې تطبيق شي، د نوي پرمختګ د مفکورې په پلي کولو سره دې د يانګ ځه سيند پر غاړه د اقتصادي کمربند ته پرمختګ ور کول شي او د چاپيريال د ساتنې او د اړوندو چارو د پرمختګ له لارې دې د سيمه ييز پرمختګ نمونه او د ورخلاصون نوې سمسوره سيمه دې اباده کړي او دغه راز د نوښتونو له لارې دې اقتصادي پرمختګ ته وده ور کړي تر څو د يانګ ځه سيند پر غاړه اقتصادي کمربند د چين د چاپيريال د شين پرمختګ عمده سيمه او د کورني او بهرني دوران او د باکيفيته اقتصادي پرمختګ د لارښوونې عمده ځواک وګرځي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې له پنځو کلونو راهيسې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې تر مشرۍ لاندې د یانګ ځه سيند پر غاړه د پرتو ولايتونو او ښارونو حکومتي ارګانونه د چاپيريال د ښه والي له لارې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د پرمخبيولو لپاره ډېرې هڅې کړې چې پيمانه او اغيزه يې بې ساري ده. د دوی د هڅو او کوښښونو له کبله د يانګ ځه سيند پر غاړه په اقتصادي کمربند کې د چاپيريال ساتنې په برخه کې ډېر مهم بدلونونه راغلي دي او په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې د اهميت وړ لاسته راوړنې تر لاسه شوي دي. په دې اقتصادي کمربند کې چې اقتصادي پرمختګ يې په ثابت ډول روان دی، جوړښت يې غوره دی او د خلکو د ژوند سويه په څرګنده توګه لوړه شوې ده، په اقتصادي پرمختګ کې په ښه توګه ساتل شوی او د چاپيريال ساتنې په بهير کې يې پرمختګ موندلی دی. په تېره بيا له روان کال راهيسې يادو ولايتونو او ښارونو له کوويد ۱۹ سره د مبارزې لپاره اغيزمن تدبيرونه نيولي او د دې مبارزې ترڅنګ يې اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ته وده ور کړې چې له دې امله يې د سیلابونو او د بيروني چاپيريال منفي اغيزې په اغيزمنه توګه لېرې شوې او د نړۍ په عمده اقتصادونو کې يې د چين اقتصاد د بيا اعاده کېدواو مثبت پرمختګ لپاره خپل مهم خدمتونه کړي دي.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د ياد کمربند پرمختګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې ستره تګلاره ده او له دولتي پرمختګ سره تړاو لرونکې ستره ستراتيژي هم ده.د چين د کمونېست ګوند د ۱۹مې مرکزي کمیټې په پنځمه غونډه کې په دې اړه غوښتنې تکرار شوې دي. د يانګ ځه سيند اقتصادي کمربند چې پکې يوولس ولايتونه او ښارونه شامل دي،نفوس او عمومي اقتصادي اندازه يې په ټول هېواد کې نيمه برخه نيسي،ايکولوژيکي مقام يې مهم او پرمختيايي وړتيا او امکانات یې ډېر دي، بايد د پرمختګ نوې مفکوره عملی کړي، د پرمختګ نوی جوړښت دې اباد کړي او د باکيفيته پرمختګ په بهير کې دې مهم رول ولوبوي.هغه پر دې ټينګار وکړ چې په دې کمربند کې بېلا بېل حکومتي ارګانونه بايد د ايکولوژيکي چاپيريال ساتنه پياوړې کړي او په دې برخه کې دې د بنسټيزو مسئلو د حل وفصل له لارې د چاپيريال ساتنې کارونه تر سره کړي.

هغه پر دې ټينګار وکړ چې بايد د کورني دوران د پرمخبيولو لپاره هڅې وشي. د بېلا بېلو کچو حکومتي ادارې بايد د دولتي پرمختګ په جوړښت کې پر ځاني پرمختيايي مقام ښه پوه شي او د کورني دوران د پرمخبيولو په ګټه اغيزمنې لارې چارې دې ولټوي.د دې ترڅنګ نوموړې دې ته په اشارې سره وويل، دغه کمربند بايد لا پرانيستې او باکيفيته پرمختګ لرونکې سيمه وګرځي او په عين وخت کې دې د پرانيستي اقتصاد نوی نظام جوړ کړي او د ورخلاصون او امنيت ترمنځ اړيکو ته دې په جدي توګه وګوري. سربېره پردې بايد د دې کمربند د پرمختګ او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ د پيوستون لپاره دې هڅې وشي تر څو پانګونه او سوداګري زياته شي او کلتوري تبادلې پياوړې شي.

هغه په خپلو خبرو کې په دې ټينګار کړی چې د بېلا بېلو کچو ګوندي کميټې او حکومتي مشران په تېره بيا د ګوندي کميټو مشران بايد د دې کمربند د پرمختګ تګلاره پلې کړي تر څو اړوند کارونه ښې پايلې ولري.