اروپا او منځني ختيځ ته د پمپيو سفر به له ناکاميو ډک اوسي
cri2020-11-17 14:46:20
شريکول:

اروپا او منځني ختيځ ته د پمپيو سفر به له ناکاميو ډک  اوسي

     د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د نومبر په ۱۴مه نېټه فرانسې ته ورسېد او  اروپا او منځني ختيځ ته يې خپل سفر پيل کړ. د اسوشېټېد پريس اژانس د يوې ليکنې په خپرولو سره وويل، د پمپيو دغه سفر به هرومرو بيا هم د ناکاميو سره مخ اوسي.

فرانسه د پمپيو د دغه سفر لومړی تمځای دی. د فرانس۲۴ تلويزيون خبر ورکړ، د دې هېواد ولسمشر ايمانويل مکرون په ډاګه کړې چې له پمپيو سره د ملاقات ټولو فعاليتونو جريان به د جوبايډن ډلې سره شريک شي. په دې اړه چې پمپيو به ښايي له منځني ختيځ څخه د امريکايي سرتېريو د ايستلو لپاره د فرانسې ملاتړ وغواړي، د فرانسې د بهرنيو چارو وزير جين ياويس ليدريان وويل، فرانسه به له امريکا څخه غوښتنه وکړي چې په عراق او افغانستان کې د خپلو سرتېريو پاتې کېدو ته ادامه ورکړي. د فرانسې دغو څرګندونو د پمپيو د دغه سفر پر مخ ځينې ستونزې رامنځته کړې دي.

د پمپیو دوهم تمځای به ترکيه وي. له دې امله چې هغه مخکې په ترکيه کې د مذهبي ازادۍ مسئلې ته ډېره پاملرنه کړې، ترکيې يې په ځواب ويلي تاسو بايد لومړی د امريکا په دننه کې د نژاد پرستۍ او تبعيض جرمونو په شمول د بشري حقونو يو لړ مهمو ستونزو ته پاملرنه وکړئ. د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان او د بهرنيو چارو وزير چاوش اوغلو له پمپيو سره د کتنې هېڅ پلان نه لري. نو ترکيې ته د پمپيو سفر به هرومرو له ناکامۍ سره مخ شي.

برسيره پر دې، پمپيو به د اردن سيند په لوېديځ غاړه کې د فلسطين په نيول شويو خاورو کې د يهوديانو له استوګنځای څخه ليدنه وکړي. دغه استوګنځای نږدې د ټولو هېوادونو لخوا ناقانونه ګڼل کېږي، د فلسطين لومړي وزير محمد شتياه د پمپيو د دغه سفر سخته غندنه وکړه او و يې ويل چې د پمپيو دغه عمل د يهوديانو استوګنځای د قانوني کېدو لپاره ناوړه عمل دی او د م. م له پرېکړه ليک څخه سرغړونه ده.

مايک پمپيو د امريکا په تاريخ کې تر ټولو بدنامه خارجه وزير بلل کېږي، پوښتنه دا ده چې ولې هغه پر دې ټينګار وکړ چې د خپل د ماموريت مودې تر ختمېدو وړاندې منځني ختيځ او اروپا ته سفر وکړي؟ د څېړونکو ځواب په دې اړه دا دی چې پمپيو غواړي د ۲۰۲۴ کال د ولسمشريزو ټاکنو لپاره تياری ونيسي.

د امریکا د تشبثاتو انستېتيوټ د ديپلوماسۍ او دفاع تګلارو د څېړنيزې ادارې مشر کوري سکاک وويل، فکر کوم پمپيو غواړي د وروستي فرصت په کارولو سره په راتلونکې کې رايه ورکوونکو ته ژوره خاطره پرېږدي او د ۲۰۲۴ کال د ولسمشريزو ټاکنو لپاره تياری ونيسي. بیت المقدس پوسټ د يوې ليکنې په خپرولو سره دې ته اشاره کړې ده چې له اسرائيل څخه د پمپيو د دغه سفر موخه د ۲۰۲۴ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د خپلې سيالۍ لپاره د تياريانو نيول دي. نو موږ په دې ښه پوهېږو چې ولې پمپيو په دې وروستيو ورځو کې د چين د نظام بدنامولو ته زور ورکړی او حتی  دا يې نه ده منلې چې تايوان د چين نه بېلېدونکې برخه ده.

ايا پمپيو د دغو ناعاقلانه عملونو له لارې سياسي وړتياوې تر لاسه کولای شي؟ ځواب يې منفي دی. د ده په اړه دعواوې او رسوايۍ ډېرې دي. د سي ان ان د خبر له مخې، د امريکا د دفاع وزارت نوي جګپوړي سلاکار دوګلس ماکريګور ويلي د مايک  پمپيو په شمول څو جګپوړو چارواکو د فلسطين او اسرائيل ترمنځ مسئلې په اړه د اسرائيل ملاتړ تګلارې غوره کړې، څرنګه چې دوی د اسرائيل له لوري د ځينو ډلو پيسې تر لاسه کړې دي. برسيره پر دې، پمپيو په مستقيمه توګه د سعودي عربستان په شمول له ځينو نورو هېوادونو څخه هم د پيسو غوښتنې کړې دي. د ده تر لارښوونې لاندې د امريکا ديپلوماتيکې چارې د پيسو په راکړې ورکړې بدلې شوې که نه؟ د روان کال په تېر اګست کې پمپيو له اسرائيل څخه د ليدنې په ترڅ کې په بيت المقدس کې له ولسمشر د ملاتړ يوه ويډيو جوړه کړې وه، د امريکا کانګرس اوس په دې اړه پلټنه پيل کړې، دا به وګوري ايا د پمپيو دغه عمل له قانون څخه سرغړونه ده که نه.

دا يو واقعيت دی چې د پمپيو د واک او هوس ودانۍ نوره د ړنګېدو او پای ته رسېدو په حال کې ده. د ده وروستۍ ليواني عملونه به ورته هېڅ ګټې و نه لري، اوس نړيوال دا ګوري چې د ده دغه ناکامه، بې پايله سفر به څنګه پای مومي.