په اين چوا ښار کې ملي يووالی پياوړی کېږي
cri2020-11-17 16:56:06
شريکول:

د چين د هوی،مان او مغولي قومونو په ګډون د ۴۷ ملي لږکيو وکړي په اين چوان ښار کې اوسېږي او په دې ښار کې د ملي لږکيو د وګړو شمېر د دې ښار په عمومي نفوس کې ۲۵ اعشاريه ۷ سلنه نيسي.د بېلا بېلو قومونو خلک په اين چوان ښار کې به همغږۍ ژوند کوي چې يوه ګډه او نه بېلېدونکې ټولنه جوړوي. اوس ملي کارونه له نويو حالاتو او بدلونونو سره مخامخ دي،د اين چوان حکومت د رئيس شي جين پينګ د يو لړ مهمو ويناوو پر روحيې ټينګار کړی چې د ملي يووالي لپاره نوی چاپيريال او نوې بڼه رامنځته شوې ده.

پرمختګ د ټولو مسئلو د حلولو عمومي کلی دی.په دې وروستيو کلونو کې په اين چوان ښار کې اقتصادي پرمختګ چټک شوی او د هېواد د ملاتړ تګلارې د دې ښار د پرمختګ د پرمخبيولو غښتلی خوځنده ځواک ګرځېدلې چې د بېلا بېلو قومونو خلکو ته يې واقعي ګټې رسولې دي.اوس په اين چوان کې ۹۴ تصدۍ د چين د ملي سوداګرۍ او د ملي ځانګړو توليداتو د ټاکلو تصديو په ليسټ کې شامل دي.

د کليو د سمسورتيا ستراتيژي د چين د کمونېست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې وړاندې شوې ستره تګلاره او د نسبتاً شتمنې ټولنې د هراړخيزې ابادۍ او د عصري سوسياليستي هېواد د ابادۍ لپاره ستره تاريخي دنده ده چې په نوې زمانه کې د کرهنې، کليوالو سيمو او بزګرانو په اړه د کارونو د پرمخبيولو لپاره خوځنده ځواک برابر کړی دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وويل چې د کليو د سمسورتيا د رامنځته کېدو لپاره بايد د کولتور ،ايکولوژيکو او تنظمولو په برخو کې کارونه پياوړي کړي.د اين چوان حکومت د بېوزلۍ د له منځه وړلو په بهير کې د تصديو غوره والي ته په درنه سترګه ګوري.د بېلګې په توګه د کډوالو د ميشتېدو په څلورو ايکولوژيکو سيمو کې په جلا جلا توګه د کشميره توکر نساجي فابريکې جوړې شوې او له دې امله يې څه د پاسه دوه زره وګړي کاري فرصتونه لټولي دي.بر سېره پر دې ،د نينګ شيا د لوېديځ استخدام د ادارې روزنيز انسټيټوټ د مرستو له امله په يادو سيمو کې د بېلا بېلو قومونو د شپېتو زرو ځوانانو د استخدام مسئله حل شوې ده.

په اين چوان ښار کې د ملي کولتوري بڼې د جوړېدو او د بېلا بېلو قومونو ترمنځ د تګ راتګ او د نظريو د تبادلې په موخه د ملي کارونو د تر سره کېدو بهير چټک شوي چې له دې لارې د ملي يووالي کولتوري مفکوره ټينګه شوې ده. د معلوماتو ټولنې او په نوې زمانه کې د انټرنېټي پرمختګ له غوښتنې سره سم د اين چوان ښار په ۲۳ سړکونو او ۲۰۵ اوسېدونکو سيمو او روغتونونو کې اداري خدمتي کړکۍ جوړه شوې چې د ملي لږکيو وګړو د پاملرنې وړ مسئلې او ستونزې حل شوې دي.

د اين چوان ښار د شي شيا سيمې د جن بې باو ښارګوټې د يووالي کلی د خپلواکې سيمې په کچه د ملي يووالي نمونه کلی دی چې په دې کلي کې د هر کس کلني عايدات په منځني توګه ۹۶۱۰ يوانه دي.د اين چوان ښار په جدي توګه د خلکو ژوند د ښه والي د ضمانت لپاره کوښښ کوي او هر کال د عامه ماليې د ۸۰ سلنې پيسې د خلکو د ژوندانه سويې د لوړتيا لپاره لګول کېږي.