د بۍ دای هه کلی د هنري چارو د پرمختګ له امله شتمن شوی
CRI2020-11-18 16:33:43
شريکول:

د چين د هه بۍ ولايت د چين هوانګ داو ښار د بۍ دای هه ناحيې د بۍ دای کلی چې څه باندې شپږ سوه کلن تاريخ لري.ښکلی منظرې لري. کله چې دغه کلی ته داخل شوې، بېلا بېل د هنرونو داسې انګړونه ليدل کيږي چې هنرمندان پکې د قاغذ قاچۍ مهارتونه کتونکو ته ښيي او مجسمې حکاکي کوي اويا  له نورو ملګرو سره سندرې او نڅاوې کوي. دا ډول هنري انګړونه خپلې ځانګړتياوې او ښکلې منظره لري.

له چيني لوښو سره د مينې په نوم هنري انګړ کې د هه نان ولايت يو ځوان يوو دونګ دونګ د چيني لوښو په جوړولو بوخت و. يو دونګ دونګ چې د هه بۍ ولايت له يان شان له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته دغه کلی غوره کړ او دلته يې د چيني لوښو د جوړولو کسب پيل کړی دي. هغه وويل چې دغه کلی له ښاري سيمې څخه څه واټن لري، خو منظره يې ښکلې او چاپيريال يې پاک دی، نو پکې سکون او ارامتيا احساسوم.

که څه هم دغه کلی دومره کوچنی دی، خو پکې د ډيزاينرانو، هنرمندانو، پروفيسرانو او ځوانانو ډلې راغونډې شوې دي. د دې کلي د ګوندي کميټې منشي مرستيال لي ګوو چينګ وويل، پخوا زمونږ کلی ډېر خراب و او ۱۰۴۹ کورنۍ يې درلودې چې په عمده توګه يې د سبزيو ، ميوو او ګلونو په کرکيلې باندې لګيا وو. کله چې ځیني کليوال د مزدورۍ او کار لپاره نورو ښارونو ته ولاړل، نو کورونه يې خراب او ويجاړ شول. په ۲۰۱۵ کال کې د ښکلي کليو د ابادۍ پلان له غوره کېدو راهيسې د دې کلي ادارې د زوړ کلي د ترميم، ښه والي او ښکلا لپاره ډېرې پروژې جوړې او پلې کړې، د اوبو، طبعي ګازو او تلويزيوني تأسيساتو په شمول ډېر بنسټیز تأسيسات يې پکې بشپړ کړي په تېره بیا د سيمه ييزې حکومتي ادارې تر ملاتړ لاندې يې شل انګړونه ترميم کړي او د يان شان پوهنتون، د بېجینګ د ۷۹۸ په نوم د هنري سيمې په شمول ځينو هنري اورګانونو ته يې بلنه ور کړه تر څو دلته خپلې فرعي څانګې جوړې کړي او دا کار اوس شوی دی. د دې ترڅنګ د موزيم په شمول ډول ډول هنري اورګانونه دغه کلي ته داخل شوي دي.

 تر پنځو کلونو وروسته په دې کلي کې کليوال کلتور له عصري هنر سره يو ځای شوی او خوځنده ځواک په خوخښت راوستل شوی چې دغه کلی د هنري کلی په توګه شهرت موندلی دی. هغه کليوال چې پخوا د مزدورۍ او کار لپاره نورو ښارونو ته تللي وو، اوس په وار سره خپل کلي ته راستانه شوي دي. په دې جمله کې يانګ يوان يوه داسې کليواله ده. تېر کال هغې د خپل کور د ترميمولو لپاره څه باندې اته لکه يوانه لګولي او بيا يې د يو کوچني هوټل په توګه سيلانیانو ته دروازه پرانيستې ده. هغې په خوشحالۍ سره وويل ، که څه هم زمونږ د ترميم چارو د يو کال لپاره دوام درلود، خو ګټې مې ترې ډېرې وې. د روان کال د ملي جشن د رخصتۍ په موده کې ټولې کوټې په کرايه سيلانيانو ته برابرې شوې وې چې هره ورځ  مې ترې دوه زره پنځه سوه يوانه تر لاسه کول.

اوس مهال په بۍ دای هه کلی کې ۹۰ هنري انګړونه جوړ شوي او د سيلانيانو پرمخ يې دروازې خلاصې شوې دي چې په دې جمله کې ۵۷ ځانګړی هوټلونه، ۳۱هنري انګړونه او دوه ځانګړی رستورانټونه شامل دي. د ځايی حکومتي ادارې په هڅو او کوششونو سره دغه کلی په وار سره د چین د کليوالې سيلانۍ د نوښت ګرې نمونې، د چين د نمونوي کلي او د چين د ښکلي کلي په نوم لقبونه تر لاسه کړي دي.

کليوالې ادارې اوس د واحد ډګر او يا شرکت  په جوړولو لاس پورې کوي او په هر اړخيزه توګه به د کليوالې سمسورتيا  د نمونوي سيمې د ابادۍ له لارې د کليوالو د شتمنېدو لپاره هڅې وکړي.ځينو کلیوالو هم د کارونو د پيدا کولو لپاره خپل شرکتونه جوړ کړی او د کليوالې ګوندي کميټې تر لارښوونې لاندې پاتې شوي کارګران يې راجلب کړي دي تر څو د دغو ځانګړو انګړونو د پاکولو او ساتلو لپاره خپل خدمتونه وکړي.