روسيه به د ناګورنو قره باغ سيمې ته سوله ساتونکی پوځ وليږي
cri2020-11-19 12:41:22
شريکول:

روسيه به  د ناګورنو قره باغ سيمې ته سوله ساتونکی پوځ وليږي

د روسيې فدرالي کمېټې د نومبر په ۱۸مه نېټه موافقه وکړه چې د ناګورنو قره باع سيمې ته د دغه هېواد سوله ساتونکي پوځ وليږي، څو  په دغه سيمه کې د اوربند تړون ښه تطبيق شي او د ملکي وګړيو د مرګ ژوبلې او د عامه ځايونو د ويجاړېدو مخنيوی وشي.

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د نومبر په ۱۷مه نېټه له خبريالانو سره په مرکه کې وويل، د ناګورنو قره باغ په سيمه کې د نوې دورې شخړې له امله سخته مرګ ژوبله رامنځته شوې ده، په دې سيمه کې د وينې تويدو ختمېدل د روسيې، اذربايجان او ارمنستان د دريو خواوو اعلاميې تر ټولو مهم برياليتوب دی.

د ترکيې پارلمان د نومبر په ۱۷مه نېټه  اذربايجان ته د خپل سوله ساتونکي پوځ د ليږدولو پېشنهاد تصويب کړ چې د ناګورنو قره باع په سيمه کې د اوربند تړون د تطبيق حالت وڅاري. (هيله)