کله چې د روان کال په پيل کې کوويډ-۱۹ ويروس په ايټاليا کې په چټکۍ خپور شو، د دغه هېواد څېړونکو شک وښود، چې ښايي دغه ويروس مخکې په ايټاليا کې هم شتون درلود؟
ټوموري ژورنال (Tumori Journal) د روان کال د نومبر په يوولسمه نېټه يو څېړنيز راپور خپور کړی دی. په دغه راپور کې راغلي، چې د تېر کال په سپتمبر کې په ايټاليا کې داسې کسانو شتون درلود، چې د سارس کوويډ۲ ( SARS-CoV2 ) ويروس يې لرلو او د ټېسټ پايله به يې مثبته وه. د ياد راپور له مخې، په ايټاليا کې د کوويډ-۱۹ ويروس د رامنځته کېدو وخت له لومړۍ ثبت شوې پېښې نه پنځه مياشتې وړاندې و. دغه راپور کوايي چې دا پايه ښايي (( د کرونا وبا د خپرېدو تاريخ بدل کړي )).
د ياد راپور عمده ليکوال او د ايټاليا د سينا پوهنتون د عامې روغتيا پروفيسر مونتوموري د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د تېر کال له سپتمبر څخه د روان کال تر فبرورۍ پورې د ايټاليا په بېلا بېلو ځايونو کې د وينو له تر لاسه شويو نمونو څخه ۱۱۱ يې SARS-CoV2 ويروس درلوده او د ټېسټ پايله يې مثبته وه. په دغو ۱۱۱ نمونو کې ۲۳ نمونې د تېر کال په سپتمبر کې او ۲۷ نمونې د تېر کال په اکتوبر کې تر لاسه شوې وې.
د نوموړي وويل، ښايي د تېر کال په پای کې په يوې کوچنۍ سيمې کې د دغې وبا د خپرېدو وضعيت رامنځته شوی وي.