په امريکا کې د هغو کسانو شمېر په مسلسلو پنځو اونيو کې د لومړي ځل لپاره زيات شوی چې په لومړي ځل يې د اوزګارۍ له امله د مرستې غوښتنليکونه وړاندې کړل
CRI2020-11-20 11:31:33
شريکول:

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا د کار وزارت د نومبر په نولسمه نېټه يوه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې د روانې مياشتې له اوومې نيټې څخه تر ۱۴مې نېټې پورې په دغه هېواد کې د هغو کسانو شمېر د تېرو دوو اونيو په پرتله ۳۱زره تنه زيات شوی چې ۷لکه ۴۲ زرو تنو ته ورسيد چې په لومړي ځل يې د اوزګارۍ له امله د مرستې غوښتنليکونه وړاندې کړل. دغه شمېر له اټکل څخه وتلی دی چې په مسلسلو پنځو اونيو کې د لومړي ځل لپاره زيات شوی.

د څيړونکو په اند د کوويد-۱۹ وبا د خپرېدو او د محدويت د نويو تدبيرونو تر اغيزې لاندې په امريکا کې د کار بازار د بيا جوړېدو حالت د ورو کېدو په حال کې دی او د اوزګارۍ انډول ښايي چې لا نور زيات شي. د امريکا د پارلمان دوو ګوندونو لا تر اوسه د نوې دورې د مالي تګلارو د هڅونې په هکله ګډو نظريو ته نه دی رسيدلی چې د اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره بنسټونه کم شوي.