د پاکستان صدراعظم د افغانستان سولې بهير څخه ملاتړ څرګند کړ
CRI2020-11-20 09:37:51
شريکول:

د پاکستان صدراعظم عمران خان د نومبر په نولسمه نېټه د افغانستان په پلازمينه کابل کې څرګنده کړه چې پاکستان په افغانستان کې د ټول شموله سولې بهير څخه ملاتړ کوي او تر وسې پورې به د سولې د رامنځته کېدو لپاره ورسره مرسته وکړي.

عمران خان د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل پاکستان هيله لري چې په افغانستان کې سوله رامنځته شي او په وروستيو ورځو کې يې په دغه هېواد کې د تاوتريخوالي د زياتوالي په اړه انديښنه څرګنده کړه. هغه زياته کړه چې له افغانستان څخه د ده د ليدنې هدف د دواړو هېوادونو تر منځ د باور ټينګښت او د دوه اړخيزو اړيکو نژديوالی هڅول دي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وويل چې د عمران خان دغه سفروښودله چې زور په افغانستان کې د اوسنيو حالاتو د حلولو ځواب نه دی او زياته يې کړه چې افغانان هيله لري چې ژر هراړخيز اوربند رامنځته شي.