شي جين پینګ: چين به د اسيا او ارام سمندر سيمې د ابادۍ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي
CRI2020-11-21 10:04:19
شريکول:

د چین دولت رئيس شي جين پینګ د نومبر په ۲۰ مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو ۲۷ مې غير رسمي غونډې ته په وينا کې وويل، چين د دغه سازمان رول ته په درنه سترګه ګوري، د دغه سازمان له پرمختګ څخه ملاتړ او د اسيا او ارام سمندر سيمې د ابادۍ لپاره خپلو هڅو ته به دوام ورکړي. چين غواړي چې د دې سيمې له بېلابېلو لوريو سره د سيمه ييزې سولې او سمسورتیا لپاره ګډې هڅې وکړي او د انسانانو ګډ برخلیک ټولنه جوړه کړي.