د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په شلمه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو په ۲۷مه غير رسمي ويډيويي غونډه کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه.
هغه دې ته په اشارې سره وويل ، چين به په راتلونکي کال کې د ډيجيټلي تخنيکونو په وسيله د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره يو سمينار تر سره کړي او د ډيجيټلي تخنيکونو د کارولو له لارې به د اسيا او ارام سمندر سيمې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي.