شي جين پينګ: بايد په ګډه د اسيا او ارام سمندر سيمې د برخليک ګډه ټولنه جوړه کړو
CRI2020-11-21 10:38:06
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د شلمې نېټې په ماښام له بېجينګ څخه په انلاين ډول د ايپيک د مشرانو په غير رسمي ۲۷مه غونډه کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه.

شي جين پينګ دېته په اشارې سره وويل روان کال د ايپيک سازمان يوه مهمه دنده له ۲۰۲۰ کال وروسته د همکاريو راتلونکې پرانيستل دي چې موږ د اسيا او ارام سمندر سيمې د ګډې ټولنې د جوړولو هدف پيژندلی دی. موږ بايد د دغه هدف لپاره په نوي پيل کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د همکارۍ نوی پړاو پيل کړو، په ګډې پرانيستې او ټول شموله، د نوښتونو او پرمختګ، يو بل سره د تګ راتګ او د همکاريو او ګډو ګټو پر بنسټ د اسيا او ارام سمندر سيمې د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړو.