د APEC د نوي پلان د تصويبېدو له امله به د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي پرمختګ نوی خوځنده ځواک په خوځښت راوستل شي
cri2020-11-21 12:41:29
شريکول:

د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ د مشرانو ۲۷مه غير رسمي انلاين غونډه د نومبر په شلمه نېټه تر سره شوه. په دې غونډه کې د بوګورموخې د يوره کېدو اعلان وشو او د ۲۰۴۰ کال د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان د پوتراجيا پلان  تصويب شو.

د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو چارو څانګې مرستيال يانګ جنګ وي وويل چې له ۲۶ کلونو راهيسې د اسيا او ارام سمندر سيمې هېوادونو د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو په برخه کې د ليدو وړ لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي چې د سوداګريز ارزښت پرمختيايي انډول يې پنځه ځلې زيات شوې او دوه اړخيزې پانګونې يې ۱۲ ځلې ډېرې شوې دي.

يانګ جنګ وي وويل چې د ياد نوي پلان له کبله به د دې سيمې يوه پرانيستې، له خوځنده ځواک څخه ډکه او سوله ييزه ډله اباده شي. چين به د ورخلاصون د پراخوالي او له نورو هېوادونو سره د همکارۍ له لارې د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي چې دا به د دې سازمان د نوي پلان د پلي کولو لپاره مثبت خدمتونه وکړي.