شي جين پينګ : د اسيا او ارام سمندر سيمې کې د پرتو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ داسې پرمختيايي ډګر به برابر کړي چې پکې برخوال ترې ګډې ګټې واخلي.
cri2020-11-21 12:51:08
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د شلمې نيټې په شپه له بېجينګ څخه د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو په ۲۷مه غير رسمي غونډه کې ګډون او يوه مهمه ويډيويی وينا يې وکړه. هغه دې ته اشاره وکړه چې د اسيا او ارام سمندر سيمې کې د پرتو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ هغه سياسي لوبې نه دي چې پکې به يوازې يوه خوا بريا مومي او بله خوا به هرو مرو ناکاميږي، بلکې داسې  پرمختيايي ډګر به برابر کړي چې پکې برخوال ترې ګډې ګټې واخلي.