شي جين پينګ د ايپيک د مشرانو په غير رسمي ۲۷مه غونډه کې يوه وينا وکړه
CRI2020-11-21 15:51:51
شريکول:

د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان يعنې د ايپيک سازمان د جوړېدو په څه دپاسه دېرشو کلونو کې نړيوال جوړښت او نړيوالې ادارې د ستر بدلون په حال کې دی او د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې هم ستر بدلونونه رامنځته شوي دي.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ له بېجينګ څخه په انلاين ډول د دغه سازمان د مشرانو په غير رسمي غونډه کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه. هغه وويل په څه د پاسه دېرشو کلونو کې د ايپيک سازمان په منځ کې همکارۍ په پر له پسې ډول ژورې شوې او زيات پرمختګونه موندل شوي دي. د بوګور هدفونو په لور مو په پر له پسي ډول د سيمه ايز اقتصاد د يو ځايښت سويه لوړه کړې، د سوداګرۍ او پانګونې د ازادۍ او اسانتياوو او د اقتصاد او تکنالوژيو په ساحو کې د همکاريو هڅونه مو کړې او يو له بل سره د مرستې او د برابر پرمختګ د رامنځته کېدو لپاره مو کوښښ کړي دي. موږ د ايپيک د هغې لارې وړاندوينه کوو چې  پر پرانيستې سيمه ايزې غوښتنې ټينګار کوي او د ګډې سلامشورې لار جوړوي، د واقعيتونو له مخې په انعطاف قبلوونکې رويه غوره کوي او ګام په ګام پرمختګ کوي. په دې موده کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د دوه ځلې له پولي بحرانونو څخه وتلې چې څه دپاسه يو ميليارډ نفوس له بېوزلۍ څخه وتلی دی او دغه سيمه په ټوله نړۍ کې د اقتصادي پرمختګ يوه فعاله او ځواکمنه برخه ګرځيدلې ده چې د پرانيستي نړيوال اقتصاد، د څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم د ملاتړ او د اقتصاد د نړيوال کېدو د لارښوونې په برخو کې يې مهم رول لوبولی او لوبوي يې.

اوسمهال اسيا او د ارام سمندر سيمه او حتی ټوله نړۍ د سترو بدلونونو په حال کې دي او د کرونا وبا د دغو بدلونونو اندازه زياته کړې ده. نړيوال اقتصاد له ډېرو مشکلاتو سره مخ دی او د اقتصاد نړيوال کېدو پروسې په وړانډې يو اړخيزم، د سوداګرۍ ساتنې غوښتنه او مختلف توپيرونه لا ډېر او زيات شوي او د شتمنو او بې وزلو کسانو تر منځ فاصلې ډېرې لويې دې، د نړيوالې ادارې سيستم له نويو ننګونو سره مخ دی. د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې په لسګونو کلونو کې لومړی ځل د اقتصاد د عمومي اندازې د ټيټوالي حالت رامنځته شوی. د خلکو روغتيا ساتلو او د اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره سختې دندې شته دی. نو د اسيا او ارام سمندر سيمه بايد په راتلونکې کې کومه لاره وټاکي چې د دې سيمې د پرمختګ، د خلکو د ګټو او حتې د نړۍ له راتلونکې سره ټينګې اړيکې لري.

روان کال د ايپيک سازمان يوه مهمه دنده له ۲۰۲۰ کال وروسته د همکاريو راتلونکې پرانيستل دي چې موږ د اسيا او ارام سمندر سيمې د ګډې ټولنې د جوړولو هدف پيژندلی دی. موږ بايد د دغه هدف لپاره په نوي پيل کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د همکارۍ نوی پړاو پيل کړو، په ګډې پرانيستې او ټول شموله، د نوښتونو او پرمختګ، يو بل سره د تګ راتګ او د همکاريو او ګډو ګټو پر بنسټ د اسيا او ارام سمندر سيمې د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړو. شي جين پينګ څو وړانديزونه وکړل:

لومړۍ: بايد پرانيستي او ټول شموله پر رويې ټينګار وشي. د مساواتو پر بنسټ همکارۍ دې پياوړې شي او يو د بل د درناوي کولو پر بنسټ توپيرونه حل شي چې دا د اسيا او ارام سمندر سيمې د پرمختګ او سمسورتيا بنسټونه دي. د ازادې او پرانيستې سوداګرۍ او پانګونې کارونه په لنډه او کمه موده کې نه شي رامنځته کيدلی. د اسيا او ارام سمندر سيمه بايد لومړی دغه کارونه ترسره کړي، د سولې او ثبات ساتنه دې وکړي، پر څو اړخيزم دې ټينګار وکړي، د پرانيستي نړيوال اقتصاد د جوړولو لپاره دې هلې ځلې وکړي، په ټينګار سره دې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د مرکزيت په څو سوداګريز ميکانيزم ټينګار وکړي، د ازادې او پرانيستې سوداګرۍ او پانګونې هڅونه دې وکړي او د اقتصاد د نړيوال کېدو لارښوونه دې وکړي چې لا پرانيستي، ټول شموله، ټولو ته د ګټو رسوونکی، برابر، متوازن او د ګډو ګټو پر لوري پرمختګ وکړي. چين هر کلی کوي چې د سيمې د هراړخيزو اقتصادي دوستانه اړيکو تړون لاسليک شوی او د ټولشموله پرمختګ لپاره د ارام سمندر سيمې د همکاريزو اړيکو په تړون کې د ګډون په هکله فعاله او خلاصه رويه لري.

دوهم، بايد د اقتصادي پرمختګ لپاره پر نوښتونو باندې ټينګار وشي. ډيجيټلي اقتصاد د نړۍ راتلونکي پرمختيايي لوری دی او نوښتونه د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي پرمختګ لپاره د وزر غوندې دی. مونږ بايد د زمانې له فرصتونو څخه او د سيمې له هغه غوره والي څخه ګټه واخلو چې انساني سرچينې يې غني، تخنيکي بنسټ يې ښه او بازاري وړتياوې او امکانات يې ډېر دي. دغه راز مونږ بايد د سيالۍ توان پياوړی کړو او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو له خوا دې د لا نيکمرغه ژوند د تر لاسه کولو لپاره زمينه برابره کړو.

درېيم، د سيمې د مختلفو هېوادونو ترمنځ پر تګ راتګ او پيوستون باندې بايد ټينګار وشي. د دې سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د پيوستون او تګ راتګ زياتوالی د سيمې د اقتصادي چارو د يو ځای کېدو مهم بنسټ دی او په نړۍ کې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د ګډ پرمختګ لپاره لازمي شرط هم دی، نو اهميت يې د کوويد ۱۹ وبا په حالت کې د پاملرنې وړ دی. مونږ بايد د دې سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او پيوستون د نقشې پلې کولو ته ادامه ور کړو تر څو د وګړو، مالونو، پيسو په شمول تګ راتګ په منظم ډول روان شي او د سيمې پراته هېوادونه يو له بل سره لانژدې تړل شي. چين غواړي چې له اړوندو خواوو سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ، د سيمې د پرتو هېوادونو د پيوستون لپاره ګډې هڅې وکړي تر څو د اسيا او ارام سمندر سيمې او د نړۍ د اقتصادي پرمختګ لپاره خوځنده ځواک په خوځښت راوستل شي.

څلورم، د همکارۍ له لارې دې د سيمې د بېلا بېلو هېوادونو د ګډو برياليتوبونو پر تر لاسه کولو ټينګار وشي. د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان بېلا بېل غړي هېوادونه يو د بل نيمګړتياوې کمبود پوره کوي او ګټې يې ګډې دي. د اسيا او ارام سمندر سيمې کې د پرتو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ هغه سياسي لوبې نه دي چې پکې به يوازې يوه خوا بريا مومي او بله خوا به هرو مرو ناکاميږي، بلکې داسې پرمختيايي ډګر به برابر کړي چې پکې برخوال ترې ګډې ګټې واخلي.

چين د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان رول ته په درنه سترګه ګوري او د دې سازمان له پرمختګ څخه ملاتړ ته به ادامه ور کړي. چین غواړي چې د اسيا او ارام سمندر سيمې له هېوادونو سره يو ځای د ښې ايندې او راتلونکې د برابرولو لپاره ګډې هڅې وکړي.