وانګ يي د کوويد-۱۹ وبا د خپرېدو په حال کې د نړۍ د بيا ابادۍ په هکله د نړيوالو پوهانو په غونډه کې يوه وينا وکړه
CRI2020-11-21 10:42:20
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د نومبر په شلمه نېټه په بلنې سره د کوويد-۱۹ وبا د خپرېدو په حال کې د نړۍ د بيا ابادۍ په هکله د نړيوالو پوهانو په غونډه کې د يووالي او همکارۍ د پياوړتيا او په ګډه د ښکلې راتلونکې د جوړولو تر سرليک لاندې يوه ويډيويي وينا وکړه.

وانګ يي وويل ۲۰۲۰ کال به ژر پای ته ورسيږي چې خامخا د انسانانو د پرمختګ په تاريخ کې ريکارډ به يې ټينګ شي. د کوويد-۱۹ وبا او په سلو کلونو کې د بدلون تر اغيزو لاندې نړيوال حالات يوې نوې کرښې ته رسيدلې دي. بېلا بېل هېوادونه بايد له مصيبتونو او مشکلاتو څخه تجربې واخلي او په ګډه د انسانانو لپاره لا ښه راتلونکې پرانيزي. بېلا بېل هېوادونه بايد يووالي او همکارۍ پياوړې کړي چې ژر تر ژره د کوويد-۱۹ پر وبا برلاسي شي، څو اړخيزې همغږۍ دې پياوړې کړي او په پر له پسي ډول دې د ټولې نړۍ د ادارې سيستم بشپړ کړي، ورخلاصون او تګ راتګ دې پياوړی کړي، د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا هڅونه دې وکړي، يو له بل سره ديالوګ او باور دې ټينګ کړي او په ګډه دې سيمه ايزه سوله او پرمختګ وساتي.