د چين دولت رئيس شي جين بينګ د نومبر په ۲۰ مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو په ۲۷ مې غېر رسمي غونډې کې ګډون او وينا وکړه. نوموړي په خپله وينا کې وويل چې نړيوال اقتصاد د ارام سمندر په شان پراخ دی چې بېلابېل لوري يې سره وصل کړي دي.