شي جين پينګ: ډيجيټلي اقتصاد د نړۍ راتلونکی پرمختيايي لوری دی
cri2020-11-21 12:45:13
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په شلمه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو په ۲۷مه غير رسمي ويډيويي غونډه کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه.

شي جين پينګ دې ته په اشارې سره وويل چې ډيجيټلي اقتصاد د نړۍ راتلونکي پرمختيايي لوری دی او نوښت د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي پرمختګ لپاره د وزر غوندی دی. بايد د دې سازمان د انټرنېټي او ډيجيټلي اقتصاد نقشه په هر اړخيزه توګه پلې شي،د نويو تخنيکونو کارونه دې پرمخ يوړل شي، د ډيجيټلي بنسټيزو تأسیساتو ابادي دې پياوړې شي او په دې برخه کې دې ډيجيټلي توپيرونه له منځه يوړل شي. چين وړانديز کړی، بېلا بېلې خواوې بايد په ډيجيټلي تخنيکونو له کوويد ۱۹ سره د مبارزې او د اقتصاد د اعاده کولو تجربې شريکې کړي او د ډيجيټلي سوداګريز چاپيريال د ښه والي لپاره دې هڅې وکړي او د ډيجيټلي اقتصاد وړتياوې او امکانات دې پرانيستي وساتي تر څو د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي سمسورتيا لپاره نوی خوځنده ځواک په خوځښت راوستل شي.