د اسيا او ارام سمندر سيمې ګډه ټولنه به جوړه شي او د دې سيمې د همکاريو نوی پړاو به پرانيستل شي
CRI2020-11-22 11:38:37
شريکول:

د ايپيک سازمان د مشرانو په غير رسمي ۲۷مه انلاين غونډه کې هغه هدف ټاکل شوی چې د اسيا او ارام سمندر سيمې ګډه ټولنه به جوړه شي چې په راتلونکو شلو کلونو کې د دې سيمې د همکاريو لپاره لوری روښانه شوی.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې د خپلې وينا په ترڅ کې وويل موږ بايد په دی نوی پيل کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د همکاريو نوی پړاو پرانيزو. هغه وړانديز وکړ چې بايد په ګډې پرانيستې او ټول شموله، د نوښتونو او پرمختګ، يو بل سره د تګ راتګ او د همکاريو او ګډو ګټو پر بنسټ د اسيا او ارام سمندر سيمې د ګډ برخليک ټولنه جوړه شي او په لومړي ځل يې په هراړخيزه توګه د دغه کار اهميت بيان کړ .

د چين دغه وړانديز او د ايپيک نوې نقشه ګډ هدف لري، څرنګه چې په دې ځانګړي حال کې خلک د يووالي او همکاريو او د څو اړخيزم په هکله ګډې غوښتنې لري.

د ايپيک تر مشرۍ لاندې د اقتصادي څيړنې څانګې د تګلارو د ملاتړ ادارې د اټکل له مخې، روان کال به د کوويد-۱۹ تر منفي اغيزې لاندې د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې اقتصاد به په دېرشو کلونو کې په لومړي ځل شا ته ولاړ شي. د اصلي پلان له مخې د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې د همکاريو په څه دپاسه شلو کلونو کې د بوګور هدف به د روان کال په پای کې ختم شي. نو په راتلونکې کې د دې سيمې لارې به څنګه وي؟ دغې پوښتنې ته د ځواب لپاره يوه نوې نقشه ډېره اړينه ده.

شي جين پينګ په ياده غونډه کې د ورخلاصون او ټول شموليت، د نوښتونو او پرمختګ، يو له بل سره د تګ راتګ او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو په څلورو برخو کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د برخليک د ګډې ټولنې د جوړېولو ستر اهميت څرګند شوی چې د دې سيمې د نوې راتلونکې لپاره لارې روښانه شوې دي.

د پرانيستي او ټول شموله پرمختګ د اسيا او ارام سمندر سيمې لپاره د لارښوونې اهميت لري. په څه دپاسه دېرشو کلونو کې د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو او اسانه کېدو او د اقتصاد او تکنالوژيو همکارۍ د دې سيمې په همکاريو کې دوه انجن دي. خو په دې وروستيو کلونو کې د نړيوال کېدو پروسه له ډېرو ننګونو سره مخ ده. په دې کيليدي وخت کې شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د اسيا او ارام سمندر سيمه بايد په ټينګه سره د سولې او ثبات، څو اړخيزم، پرانيستي نړيوال اقتصاد ټينګار وکړي او په اصلي ډول يې د دې سيمې د پرمختګ لپاره لارښوونه وکړه.

د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې د  همکاريو د يو مهم ټکي په توګه د ازادې سوداګرۍ سيمې ابادۍ د پاملرنې وړ دي. د سيمې د هراړخيز اقتصادي همکارۍ اړيکو (RCEP) تړون په دې وروستې موده کې لاسليک شوی، په دې سره د اسيا او ارام سمندر د ازادې سوداګرۍ سيمې د ابادۍ د بهير لپاره يو لوی ګام پورته شوی. شي جين پينګ په څرګنده توګه وويل ژر تر ژره دې د اسيا او ارام سمندر د ازادې سوداګرۍ سيمه جوړه شي او چين به د ټولشموله پرمختګ لپاره د ارام سمندر سيمې د همکاريزو اړيکو په تړون کې د ګډون په هکله فعاله رويه غوره کړي. دغه راز چين به په راتلونکې کال کې د ټولشموله سوداګرۍ او پانګونې سمينار تر سره کړي. له دې څخه څرګنديږي چې چين د اسيا او ارام سمندر سيمې د همکاريو لپاره د هر ګټور ميکانيزم او ترتيباتو په هکله خلاصه رويه نيسي.

که له غره سره مخ شو، په ګډه به پورته او خيژو، که له کندې سره مخ شوو، په ګډه به ترې تيريږو. د اسيا او ارام سمندر سيمې د لويې کورنۍ روحيه به د ايپيک سازمان د غړو لا هڅونه وکړي چې د ۲۰۴۰ کال د هدف په لوري ګډ پرمختګ وکړو. چين چې د نوي پرمختګ په پړاو کې دی، خامخا به د دغه هدف د عملې کېدو لپاره نوی انجن جوړ کړي او ټوله نړۍ به يې له ګټو برخمنه کړي. د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې همکارۍ هيڅ کله سيالۍ او سياسي لوبه نه ده، تل به يو بل ته چانسونه او برياليتوبونه رسوي او د ګډو ګټو پر بنسټ به پرمختګ کوي.