چين د امريکا له خوا پر چيني تصديو باندې له بې مورده بنديزونو سره ټينګ مخالفت کوي
cri2020-11-24 12:10:36
شريکول:

د خبر له مخې امريکا ۸۹ چيني تصدۍ پوځي تصدۍ بولي، نو د دوی له خوا د امريکایي توليداتو او تخنيکونو اخيستنه منعه شوې ده. په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند جاو لي جيان د نومبر په ۲۳مه نېټه وويل چې چين د امريکا له خوا پرچيني تصديو باندې له بې مورده او بې دلیله بنديزونو سره ټينګ مخالفت کوي او څو څو ځلې يې په دې اړه خپل جدي دريځونه بيان کړي دي.

 هغه په يوه خبري ناسته کې دې ته اشاره وکړه چې د امريکا کړنې د بازاري سيالۍ له اصولو او د نړيوالې سوداګرۍ له مقرراتو څخه سرغړونه ده چې دا به هرو مرو د امريکا دولتي ګټو او ځاني بڼې ته زیانونه ورسوي. چيني تصديو همېشه له قوانينو سره سم خپلو چارو ته ادامه ور کړې او د نړيوال کېدو په بهير کې يې د امريکا په شمول د بېلا بېلو هېوادونو قوانين مراعات کړي، نو امريکا بايد پر بهرنيو تصديو باندې له بې مورده او بې ځايه بنديزونو څخه لاس واخلي. (غاټول)