په چين کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو د ۲۰۲۰ کال همکاريز سمينار ترسره شو
cri2020-11-25 10:27:24
شريکول:

د ۲۰۲۰ کال لپاره د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره همکاريز سمينار د نومبر په ۲۴مه نېټه د چين د ګان سو ولايت په لونګ نان ښار کې تر سره شو او برخوالو د کوويد ۱۹ تر وبا وروسته د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره د اړوندو نوښتونو او همکاريو په باب بحث وکړ.

له بې وزلو کسانو سره د مرستې په هکله د چين د دولتي شورا د لارښوونکې ډلې د دفتر مرستيال چن جي ګانګ وويل چې د کوويد ۱۹ وبا د مختلفو هېوادونو لپاره د يوې ازموينې غوندې ده. خو چين د بې وزلۍ له منځه وړلو ته د دې وبا له منفي اغيزو سره د مقابلې ميکانيزم  جوړ، د اړوندو چارو د اعادې کولو او د استخدام د پرمخبيولو په شمول دوو مهمو برخو ته يې پاملرنه کړې او له بې وزلو کسانو سره يې نور مرستندويه تدبيرونه نيولي چې ښې پايلې يې تر لاسه کړې دي.

په چين کې د م م د غلو دانو د پلانيزې ادارې استازي چو شه شي وويل چې د چين ۸۳۲ ولسوالي د نومبر په ۲۳مه نېټه په پوره توګه د بې وزلۍ له حالت څخه وتلي چې دا د نړۍ نورو هېوادونو لپاره لويه هڅونه ده. په تېرو څلوېښتو کلونو کې د م م د غلودانو پلانيزې ادارې له چين سره ښې همکارۍ کړې چې په چين کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو بهير يو عينی شاهد پاتی شوی دی.