په امريکا کې يو مليون او دوه لکه ماشومان پر کوويد ۱۹ اخته شوي دي
cri2020-11-25 11:31:31
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د ماشومانو د ناروغيو اکاډمۍ او د ماشومانو د روغتونونو ټولنې يو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې د کوويد ۱۹ له خپرېدو راهيسې په امريکا کې شاوخوا یو مليون او دوه لکه ماشومان پر کوويد ۱۹ اخته شوي دي. په دې وروستۍ موده کې دغه شمېر په چټکۍ سره نور هم زيات شوی او په يوه اوونۍ کې پر دې ويروس د نويو اخته شويو ماشومانو شمېر ۱۴۰ زرو ته رسيدلی دی.

په دې راپور کې د امريکا په بېلا بېلو ځايونو کې پر کوويد ۱۹ د اخته شويو ماشومانو په باب معلومات وړاندې شوي دي. (غاټول)