چين د زړو کسانو له خوا د ځيرکو تخنيکونو د کارولو ستونزو د لېرې کولو لپاره تګلاره جوړه کړې
cri2020-11-25 11:34:15
شريکول:

د چين دولتي شورا د نومبر په ۲۴مه نېټه د يو سند په خپرولو سره د زړو کسانو له خوا د ځيرکو تخنيکونو د کارولو ستونزو د لېرې کولو لپاره لايحه جوړه کړه. د تېر کال تر پايه پورې د څه باندې شپېته کلنو زړو کسانو شمېر ۲۵۴ مليونو تنو ته رسيدلی چې د عمومي نفوس په سلو کې ۱۸ اعشاريه ۱ برخه نيولې ده.

د زړو کسانو له خوا د ځيرکو تخنيکونو د کارولو ستونزو د لېرې کولو په هکله لايحه کې د دوی له خوا په انلاين توګه د موټرو د سپارښتنې ور کولو او له روغتونونو څخه د دوی د طبي خدمتونو تر لاسه کولو په هکله مقررات او اسانتياوې ټاکل شوي دي. د دې لايحې له مخې به چين په دې برخه کې زړو کسانو ته لا زياتې نورې اسانتياوې برابرې کړي. (غاټول)